ميدان وردګ وﻻيت کې د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په میدان وردګ ولایت کې د ښځو پیوستون نړیواله ورځ(دمارچ اتمه) دښځودحقونه په بیانولو،مقالو،شعرونو او یوشمېر ښځو په تقدیرولوسره ولمانځل شوه. په نوموړی غونډه کې ددې ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي سربېره،دښځو چارو وزارت مرستیالې پلوشه کاکړ، دولایتي شوراغړو،دولایت دبېلابېلو ولسوالیو ښځو، علماؤ، دترکیې ولایتي ډلې اوایساف ښځینوو غړو او دولایت یوشمېرادارو مسولینو ګډون کړې وو، غونډې ته د ولایت والي ښاغلي فدایي دښځود حقونو او دښځو پروړاندې دهرډول تاوتریخوالي په اړه داسلامي شریعت په رڼاء کې هراړخیزه ځرګندونې وکړئ او شته ستونزې یې دناپوهۍ کموالي،ناوړه دودونه،ټولنیزتاثیرات او داسلام مبارک دین ځخه ناخبري وګڼله ،همدارنګه ښاغلي فدایي شته ستونزو دلمنځه وړلوکې دښځوچارو وزارت جوړه شوې پالیسي،سیمه ییز و سمو دودنوکارونه او دهېواد لرې پرتو سیموته د انکشاف غزول وګڼل،همدارنګه دنوموړی وزارت مرستیالی پلوشې کاکړ هم دښځو دحقونو دلاسته راوړلو په موخه دخپلو پلانونو څخه یادونه وکړه، ورپسېولایتي شورا غړی حلیمه عسکري،افغان خویندو یون مشرې حمیرا حقمل، استادې بس بی بی شیوا،ددې ریاست ریسې مهتاب جعفري،دولایتي ډلې او ایساف ځواکونو ښځینو استازو دښځو دژوند دبهبود په اړه بېلابېلې ویناوې وکړئ او په نوموړي ولایت کې دښځینوو دفعالیتونو څخه خوښي وښوده ، دپروګرام په پای کې د ولایت مقام او دولایتي شورا ریس لخوا هغه ښځو چې دخپلو کارونو په جریان کې له ځانه وړتیا ښوولې وو په ستاینلیکونو او تحفو وویاړلې. دیادونې وړ ده چې دهمدغه ورځې په ویاړ داستادې بس بی بی شیواد (بهار پرشګوفه) دشعرونو ټولګه په دري ژبه د(۱۰۰۰) ټوګوپه شمېر دولایت فرهنګپال والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت دچاپ په ګاڼه سمبال شوو او دغونډې په ګډونوالو ووېشل شوو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: