د بن لادن زوی له علي خامني وغوښتل ،چې دده دکورنۍ غړي ورخوشې کړي

دالقاعدې دتنظیم بن لادن زوی خالد په ایران کې دانقلاب لارښود علي خامني ته لیک استولې او ورځنې ېې دا غوښتنه کړې ده ،چې زما دکورنۍ غمیزې ته نور دپای ټکی کیږدي ځکه دوی له څو کلونو راهسې له تاسې سره بندیان دي . خالد زیاتوي :
زما خور ایمان او له دې وړاندې زما ورور سعد توانیدلې دي ،چې له ایراني زندان څخه وتښتي ، ما څو ځلې له ایراني حکومته غوښتي او دمنځګړتوب په موخه مې دیني پوهان وراستولې دي او دا ژمنه مې ورسره کړې ده ، چې دوی به نور بیا ایران ته نه راځي ، خو زماهڅو هیڅ ګټه ونه کړه ، خو دالله شکر دی زما خور وتوانیده ،چې له هغه زندانه وتښتي ،چې دوی په کې ساتل کیدل او په تهران کې دسعودي عربستان سفارت ته پناه یوسي .
دایران دکورنیو چارو وزیر څرګندونې داندېښنې وړ دي ،چې وايي : زه خبر نه یم ، چې دوی کله ایران ته راننوتې دي خو په ار کې دوی له هغې مودې راهسې په ایران کې زندانیان دي او پر افغانستان دامریکا له بریده راوروسته له دې هېواده راووتل . 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: