طالبانو ستاسي هر عمل همداسي ناځوانمردانه دي

 د شفیق سوله مل لیکنه:

طالبانوتاسوبه د سیاسي اسلام (پاکستاني اهداف)په رامخته کولو هیڅ کله هم د ولس څخه د خپلو بدرنګو څیرو په پټولو بریالي نشي . او اوس ولس ستاسي څخه تر هغو کسانو ډير نفرت کوي چي هغوی ئې پر سرونو بمبارۍ کوي او هیوادئې خپله مستعمیره ګرځولی دي . ستاسي هر عمل ناځوامردانه دي چي دبېلګې لپاره دا څو بیانول غواړم . ۱ : په ۲۰۰۶ کي مو په ننګرهار کي د میدان هوائې مخته دخلکو د ګڼه ګوڼي څخه په استفادې پر بهرنیو ځواکنو حمله وکړه او بیا د بزدلانو په څير مو له سیمي پښې سپکي کړې او په وحشي ځناورانو مو زموږ ۲۱ کسه هیوادوال په شهادت ورسول . ۲ : دایټالوي خبریال په سر مو معامله وکړه خو افغان خبریال او دهغه غریب ډرایور مو په شهادت ورسول . ۳: په ۲۰۰۸ کي مو په کندهار کي په شاولیکوټ کي تر برید وروسته په یو بزدلانه عمل د واده په ښځو کي له ویري ځانونه پټ کړه او په پای کي د بهرني یرغلګرو په وحشي بمبار کي زموږ ۹۶ کسان ماشومان او ښځي بې ګناه په شهادت ورسول . ۴ : په ۲۰۰۸ کي مو پر بهرنیو ځواکونو تر برید وروسته په بلابلوک کي همداسي بزدلانه عمل د خلکو په کورونو کي ځانونه پټ کړل او د یرغلګرو لخوا مو زموږ ۱۲۰ بېګنا ه هیوادوال په پاسفوریسو او کیمیاوي موادو وسوځول . ۵ : په ۲۰۰۹ کي مو په کندهار کي په یو ناکامه برید کي چي د هدف څخه وړاندي وچاودید په کندهار کي دروژې په څلرمه مو په روژماتي زموږ تر سلو زیات هیوادوال په شهادت ورسول چي تر کلونوکلنوپوري به زموږ دکندهار دماشومانو په زړونو کي دوحشت دغه ننداره نه هیریدونکې پاته وي . ۶ : په ۲۰۰۹ کال کي مو په کندوز کي زموږ ۱۵۰ بېګناه هیوادوال په لوی لاس له کورونو راویستل او دتیلو په بهانه مو په جرمنیانو په شهادت ورسول . ۷: په کندهار کي دستاره اڅکزي وژنه سیاسي نه بلکې د پاکستان یو هدف و چي تاسي ترسره کړ او هغه هیوادپاله ښځه مو په شهادت ورسول . دا پورته یو څو مي د مثال په توګه یادي کړې لاکن ستاسي هر عمل همداسي ناځوانمردانه دي . همیشه بې دفاع ولسي وګړي خپل سپر ګرځوي او د بې دفاع خبریالو په نیونه او یرغمل مو په وارو وارو انساني او اسلامي ارزښتونه تر پښولاندي کړي دي . نن مو هم په کندهار کي د عبدالمجید بابي په وژنه دا ثابته کړه چي تاسي څومره دافغانستان د فرهنګ ، تاریخ او پښتو ژبي د استعدانو په لمنځه وړلو کي د پاکستان د اهدافو په وړاندي ددې ولس سره دښمني لري . همیشه هغه کسان خپل دبرید موخه ګرځوی چي نه وسله په لاس کي ګرځوي او نه هم دولس په منځ کي منفوره دي . بلکې دولس ملاتړ له ځان سره لري ، هغه چي دولس په منځ کي منفوره کسان دي او ملت هره ورځ ځوکلوي کلونه کلونه ئې د همدی ملت په وینو لاسونه سره دي په لوړ سر ګرځي نه پر یوه برید کيږي او نه وژل کیږي . چي دا په خپله ستاسي د سیاسي اسلام یا په بل عبارت د پاکستاني اهدافو ښه څرګند تعریف کیدای شي . د ملادادوالله په جهاد خو نسم ورته ویلای د جهاد تر مقدس نوم قربان سم په وحشي ګړنو چي په ماشومانو مو افغانان حلالول او په فلمونو موږ دنیا ته ښکاره کول . داسلام مقدس دین ته په نړیواله کچه څومره تاوان او ضرر وراساوه خو تاسو ته دا بې فرقه دي ځکه ستاسي مبارزه د الله او دهغه د مبارک دین لپاره نه بلکې د انګریزانواوپنجابیانو لخوا د جوړسوي پلان (سیاسي اسلام ) په رامخته کولو داسلام د مبارک دین ریښي ختمول دي . خوهر ګوره چي الله سبحانه وتعالی ستاسي داعمالوپه بدل کي څنګ تاسي په خپل ولس او کایناتو کي شرموي چي تاسي خپله ورته ګوته په غاښ پاته یاست او یو په یو مو دهغه بادار لخوا چي تاسي دې جنګ ته هڅوي نیسي او بیا مو په کفارو خرڅوي . کچیري تاسي په خپلو اعمالو کي رښتني او پاک وای هیڅ کله به ددې برخلیک سره نه مخامخ کیدلای . نو د توصیې په توګه درته دا یادونه کوم چي دپښتون وژني څخه لاس وخلی اودالله تعالی په مقدس اورښتني جهاد لاس پوري کړی ،د جنګسالارانو ئې پیل کړی او دیرغلګرو په ویستلو ئې پای ته ورسوي نور د خپل ولس محبوب کسان او عام پښتانه د خدای په پار دبل په خوله دمرګ کندي مه ورغورځوي . ولس چي اوس څمره د یرغلګرو څخه ځوریږي هغومره سل ځله ستاسي څخه هم نفرت لري . دخپلو نیکونو په څير دپښونولی کلتور ته ژمن سئ او هیڅ کله په بې دفاع خلکو او ښځو خپل وار مه کوی . او دهغو په څیر په نره ددښمن مخته ودریږی او تر هغو وجنګیږي تر څو کي یا غزا یا شهادت درنصیب کیږي . دبزدلانو په څیر په ښخو او عامه شتمنیو کي مه پټیږي . ځکه دا عمل ستاسي نارینه توب اوافغانیت دواړه تر پوښتني لاندي راولي تاسي ته دهدایت په غوښتنه

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: