دوه تنه ځان وژونکی ووژل سوه

دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه كي دوه تنه ځانمرګي بريدكوونكي وروسته ترهغه ووژل سوه چي يوې زراعتي موسيسي دفتر ته ننوتل او ددي موسيسي دوه تنه كاركوونكي يي ټپيان كړه دهلمند دوالي مرستيال عبدالستارميرزكوال ويلي دي چي ددې بريدكوونكو په اړه يي له وړاندي مالومات درلوده نوځكه پوليس وتوانيدل چي دواړه له منځه يوسي خبر……………… دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه ښار كي دوه تنه ځانمرګي بريدكوونكي وروسته ترهغه ووژل سوه چي يوې بهرني موسيسي ته ورننوتل ځانمرګو بريد كوونكو په ښځينه چادريو كي درخشه موټرسيكل څه په استفاده لښكرګاه ته ننوتي وه دغه بريد كوونكي د اى ار ډې په نوم ديوې زراعتي موسيسي انګړته پرډيرو سترو ديوالونو ور واوښتل كه څه هم دبريدكوونكو او دولتي پوليسو ترمنځ څو دقيقي ډزي تبادله كيدى خو دهلمند دامينه قوماندانۍ پوليسو وكولى سوه چي دغه بريد په يوازي لسو دقيقو كي خاموشه كړي دهلمند امنیه قومندان څو دقيقي وروسته دپيښي په ځاى رسينو ته وويل امنیه قومندان وويل پوليسو وكولى سوه چي دبريد مخه دتصور سو ى وخت نه لاهم په چټكى سره ونيسي هغه وويل دواړه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل سوه او دموسيسي دوه تنه بهرني كاركوونكي يوازي په سر ډير سطحي لګيدلى دى كه څه هم وړاندي ديته ورته بريدونه وسلوالو طالبانو ترسره كړي دي خو تراوسه لاددي پيښي پړه كومي ډلي په غاړه نه ده اخستى په لښكرګاه كي دعاجلو پيښو دروغتون يو تن نرس وويل داى ار ډي دزراعتي موسيسي يوه ښځينه كاركوونكي هم په دي بريد كي ټپي سوه ده چي دده په خبره حالت يي نازك دى خو په دي بريد كي ولسي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلي ديادوني وړ ده چي دلښكرګاه نني بريد ته ورته يوه مياشت وړاندي هم شپږ تنه ځانمرګي بريدكوونكي له ګڼو وسلو سره په يوه ملكي ودانۍ ننوتل او تر مازديګره يي مقاومت وكړ چي وروسته دپوليسوا وملي اوردو له لوري ووژل سوه

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: