د سولې مشورتي جرګې ته تیارۍ بشپړېدونکې دي

په افغانستان کې د سولې مشورتي جرگې د کميسيون چارواکي وايي چې د دغې جرگې زياتره تيارۍ نيول شوې دي. د هغوى په وينا جرگه به د راتلونکي غويي مياشتې په ١٢ مه په کابل کې وشي او شاوخوا ۱۳۰۰ کسان به برخه په کې واخلي. د سولې د ملي مشورتي جرگې کميسيون وايي چې په جرگه کې به د افغاني ټولنې بېلابېل پاړکي ونډه ولري او پرېکړې به يې هم عملي کېږي. افغان حکومت د سولې ملي مشورتي جرگه په هيواد کې د امن راوستو او له وسله والو مخالفانو سره د خبرو د اترو د پيلولو په موخه جوړوي. د دغې جرگې د تياريو د کميسيون په وينا جرگه کې د گډونوالو لېستونه نوي په سلو کې جوړ شوي او پاتې لس په سلو کې نور به هم په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي. ددغه کميسيون مشر فاروق وردګ وايي چې په جرگه کې به د ١٣ کټه گورىو شاوخوا ١٣ سوه تنه گډون ولري او د افغانستان د روانې ستونزې د حل په موخه به خبرې اترې وکړي. ددې ترڅنگ ښاغلى وردک وايي چې د يو شمېر بهرنيو هيوادونو سفيران، ديپلوماتان، ځينې حکومتي غړي او داسې نور به د جرگې په لومړۍ او وروستۍ ورځ د مېلمنو په توگه گډون وکړي. که څه هم په لومړي سر کې ويل کېدل چې نوموړې جرگه د سولې په موخه کېږي او د حکومت مخالفان به هم گډون په کې وکړي، خو د يادې شوې جرگې د تياريو کميسيون وايي چې په جرگه کې به له مخالفانو سره د خبرو اترو د اډانې په جوړولو کار وشي او د هغوى استازي به برخه په کې نه اخلي. په افغانستان کې د ملي مشورتي جرگې جوړېدو او په دې وروستيو کې د افغان حکومت او يو شمېر بهرنيو متحدينو ترمنځ د ځينو اختلافونو رامنځته کېدو ددې وېره راپيدا کړې چې په جرگه کې به د بهرنيو ځواکونو د وتو او يا پاتې کېدو په اړه هم خبرې اترې وشي. خو د سولې د ملي مشورتي جرگې مشر وايي چې د جرگې اجنډا له پخوا ټاکل شوې او د بهرنيو ځواکونو د وتو خبره به ځکه نه مطرح کېږي چې په وينا يې دا مهال په افغانستان کې د يادو شويو ځواکونو حضور ته ډېره اړتيا ده. افغان حکومت د سولې د ملي مشورتي جرگې ترڅنگ له وړاندې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړې، چې په دې لړ کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره مخامخ خبرې هم شاملېږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: