د کونړ چارواکي: گډو عملیاتو کې ٦ طالبان وژل شوي

کونړ ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د فغان او بهرنيو قواوو په ګډو عملياتوکې لږترلږه شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي. دکونړ ولايت چارواکيوخبرورکړى چې په دغه ولايت کې ديولړګډوعملياتو په ترڅ کې شاوخوا شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي. ددغه ولايت وياند ادريس غروال په وينا تيره شپه افغان او بهرنيو قواووددغه ولايت دچپې درې په ولسوالۍ کې چې دنورستان ولايت سره پر پوله پرته ده هوايي او زمکني عمليات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې شپږتنه وسله وال مخالفين وژل شويدي. ادريس غروال وايي په دې عملياتوکې افغان او بهرنيوقواوو او دغه راز ولسي خلکو ته کوم زيان ندي رسيدلى خوددولت کومې وسله والې مخالفې ډلې لاتردې دمه په دې اړه څه نه دې ويلي خوپه يوې بلې پېښه کې ددولت وسله والو مخالفينو دعوه کړې چې دکونړ ولايت دڅوکۍ په ولسوالۍ کې امريکايي قواوو ته دخوراکې موادو پر يو کاروان بريد کړې او ګڼ شمېرموټر يې ددي سوزولي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه راز مطبوعاتو ته ويلي چې دکونړ ولايت دماڼوګي په ولسوالۍ کې يې هم دامريکايي قواوو پر يو کاروان بريد کړې، يو پوځي موټر او يو کانتينر موټر يې له منځه وړي اوپکې سپاره کسان يې وژلي دي. خو دطالبانو دوياند دادعاو په اړه دافغان دولت محلي چارواکو اوبهرنيو قواوو څه ندي ويلي.له بل پلوه په همدغه ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې نهه تنه دښوونځي زده کوونکي مړه او ټپيان شويدي. د کونړ ځايي چارواکو ويلي چې دماڼوګي په ولسوالۍ کې ديو سوزکي موټرچې دښوونځي زده کوونکي يې ليږدول دچپه کيدو له امله دوه تنه زده کوونکي وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شويدي. له بل پلوه ددولت وسله والو مخالفينو ګواښ کړى چې دوي به دننګرهار په ولايت کې دتېرې ورځې عملياتو چې په ترڅ کې يې ١٢تنه ووژل شول .انتقام له محلي چارواکيو نه دبريدونو په ترڅ کې واخلي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: