تيمرگره: ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ شميره 53ؤ ته رسيدلې ده

د پاکستان دصوبه سرحد دکوز دير په تيمرگره سيمه کې دگل په ورځ دعوامي نيشنل گوند په جلسه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 53ؤ ته رسيدلې ده.
په دغه بريد کې 107 کسان ژوبل شوي هم دي چې دا مهال ددرملنې لپاره دتيمرگرې او پيښور په روغتونونو کې بستر دي.
دغه بريد دگل په ورځ دعوامي نيشنل پارټۍ لخوا په صوبه دخيبرپښتونخوا دنوم ايښودو په خوشحالۍ کې دجوړې شوې جلسې په مهال شوى ؤ.
اى اين پي ددغه بريد په ضد په ټول هيواد کې ددريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى.
په دغو دريوؤ ورځو کې به په ټوله صوبه کې دغمرازۍ دستورې جوړولى شي او داى اين پي بيرغونه به نيمکښو وي.
په تيمرگره کې دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه څو ساعته وروسته په پيښور کې دگل په ورځ دامريکا قونصلگرۍ باندې هم درې ځانمرگي بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې دوه عسکر او څلور ترهگر وژل شوي وؤ.
په صوبه سرحد کې ددغو ځانمرگي بريدونو له امله يو ځل بيا  اولس دويرې ترهې سره مخ شوى دى او پوليسو په ټوله صوبه کې امنيتي گامونه سخت کړي دي
دعوامي نيشنل پارټۍ دصوبه سرحد صدر افراسياب خټک دخپل گوند په کارکنانو غږ کړى دى چې دترهه گرۍ خلاف يو موټى شي او دترهه گرو دناپاکو ارادو شنډولو دپاره ديوې قربانۍ څخه هم ډډه ونۀ کړي. 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: