افغانستان :د بادغيس ولایت عملیاتو کې27 طالب جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان پوځ وائي په لويديز افغانستان کې دتندلارو په ضد ترسره  شوؤ ځمکنيو او فضائي عملياتو کې 27 طالب جنگيالي وژل شوي دي.
په لويديز افغانستان کې  دقول اردو مشر يا کور کمانډر  جلندرشاه بهنام وائي په بادغيس ولايت کې  ائتلافي او افغاني ځواکونو دتندلارو په ضد دسحر په خړه کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وائي دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دسحر څخه تر غرمې سختې نښتې شوي دي.
نوموړي وويل په دغو نښتو کې تر دې مهاله يو افغان عسکر او  27 طالب جنگيالي وژل شوي دي.
دهغه وينا وه په نښتو کې يو امريکائي او 5 افغاني عسکر ژوبل شوي هم دي.
 په سمدستي توگه ناټو ددغو عملياتو په هکله څه نۀ دي ويلي خو دغه افغان پوځي مشر په نخښه کړل شوې سيمه په تيرو وختونو کې دطالبانو خوندي ځاله  گرځولې ده.
هم ددغه ځائې څخه تندلاري  په الوتکو ډزې کوي او دافغاني او بهرنيو انجنئيرانو دډلو غړي تښتوي.
هغه وويل دغه سيمه په تيرو وختونو کې زمونږ دپوځيانو لپاره يوه سخته خطره وه او هوډ يې څرگند کړو چې دغه عمليات به دسيمې څخه دطالبانو تر ختميدلو پورې روان وي.
هغه وويل ددې سيمې څخه دطالب جنگيالو ويستل زمونږ لپاره زيات ارزښت لري.
نوموړي وويل په دغو عملياتو کې تر دې مهاله کوم اولسي وگړي ته مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
بل لوري ته يو افغان چارواکي او ائتلافي ځواکونو دنهې په ورځ ويلي دي   دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دناټو په يو فضائي بريد کې څلور اولسي وگړي اوڅلور تندلاري وژل شوي دي.
په وژل شوؤ کې دوه ښځې او يو دپوخ عمر سړى هم شامل دي.
افغان چارواکي وائي په دغه بريد کې داولسي وگړو دوژنې په هکله دپلټنو لپاره يوه گډه پلټنيزه ډله ټاکل شوې ده.
  دهلمند دحکومتي وياند داؤد احمدي له مخې دهلمند په نهر سراج اولسوالۍ کې تندلارو دخپل يو مرکز څخه  په ناټو او افغاني عسکرو ډزې وکړې چې په ضد يې  هم په هاغه وخت  دناټو دځواکونو لخوا هوائي بريد ترسره شو.
احمدي زياته کړه دپيښې دپلټنو لپاره سيمې ته  يوه ډله ليږل شوې ده  چې دمعلوماتو ترلاسه کولو څخه وروستو به والي ته خپل راپور وړاندې کړي.
هغه انديښنه وښودله چې کيدى شي په دغه پيښه کې دوژل شوؤ کسانو شميره نوره هم سيوا شي. 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: