پيښور: تندلارو درې سکولونه په بمونو الوځولي دي

د پاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور په بيلا بيلو سيمو کې بيگاه دشپې دتندلارو لخوا په دريوؤ سکولونو دبريدونو وروستو دپوليسو لخوا ددغو تندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړل شوي دي. دتندلارو لخوا په سکولونو دچاؤديدونکو موادو له لارې شوؤ دغو بريدونو کې دريواړو سکولونو ته سخت زيان اوښتى خو پکې کومه چاته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې. دصوبه سرحد دتعليم وزير سردار حسين بابک په دغه هکله بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي دي تندلارو په پيښور کې دجينکو يو دلوړو زده کړو، يو پرائمري اؤ يو مډل يا دمنځنيو زده کړو سکولونه دچاؤديدونکو موادو له لارې الوځولي دي. ښاغلي بابک ددغو سکولونو دتباه کولو پړه په طالبانو واچوله او وې ويل هاغه تندلاري چې په ضد يې عمليات روان دي او ددغو عملياتو له امله په تيښته دي هغوي دغه سکولونه په خلکو کې دويرې ترهې خورولو لپاره په نخښه کوي. په پيښور کې دپوليسو يو لوړپوړي مشر محمد کريم هم په دغو سکولونو دتندلارو لخوا دبريدونو پخلى کړى خو وائي په دغو چاؤدنو کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې. دپوليسو وينا ده نامعلومو تندلارو دلنډۍ ارباب په مين سيمه کې دجينکو يو سکول په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى چې له دې وروستو په سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړل شوي دي. پوليس وائي دريگي په باچا گړۍ سيمه کې هم نامعلومو تندلارو دماشومانو يو سکول په راکټونو ويشتلى چې له امله ئې ددغه سکول يوې برخې ته سخت زيان رسيدلى دى. پوليس زياتوي دپشتخرې په سفيدډهيرۍ دوره سيمه کې هم نامعلومو وسله والو دهلکانو يو سکول په چاؤديدونکو موادو بريد کړى چې له امله يې ددغه سکول يو ديوال ته سخت زيان رسيدلى دى. صوبه سرحد او قبائيلي سيمو کې دتيرو دوؤ کلونو په مهال تندلارو تر دې مهاله په سلگونو سکولونه تباه کړي چې پکې يوه لويه شميره دجينکو دسکولونو ده.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: