ماسکو : دوؤ ځانمرگي بريدونو کې 35 کسان وژل شوي دي

روسي چارواکي وائي په پايتخت ماسکو کې دگل په سحر دځمکې لاندې ريلوى سيسټم کې ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې لږ ترلږه 35 کسان وژل شوي او 38 ژوبل شوي دي.

رپورټونه وايي دغه دواړه ځانمرگي بريدونه دوؤ ښځو ترسره کړي دي.
لمړى بريد په لوبيانکا سټيشن کې وشو چې دروس دمرکزي امنیتي اداره دفتر سره نزدې دى او چارواکي وائي په دغه بريد کې 23 کسان وژل شوي دي.
دوهم ځانمرگى بريد دنيمې گڼې په دمې سره پارک کُل ُټوري سټيشن کې وشو چې پکې چارواکو د12ؤ کسانو دوژل کيدو خبر ورکړى دى.
په دغو بريدونو کې 38 کسان ژوبل شوي هم دي.
تر دې مهاله چا ددغو بريدونو مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.
ويل کيږي دا دروس دننه په تيرو شپږو کلونو کې دروس په پايتخت کې ترسره شوي تر ټولو خونړي بريدونه وؤ.
له دې وړاندې دکال 2004م دفرورۍ په مياشت کې په يو ميټرو ټرين کې دځانمرگي بريد له امله د35ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: