پاکستان: پوځي عملياتو او نښتو کې 10 کسان وژل شوي دي

د صوبه سرحد په هنگو سيمه کې ددوؤ تندروه مذهبي ډلو ترمينځ نښتو کې لږ ترلږه اووه او په سوات کې د امنيتي ځواکونو لخوا عملیاتو کې درې تندلاري وژل شوي دي. دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته ويلي دي دشورو په ورځ دهنگو په شاهو خيل سيمه کې ددوؤ تندروه کمانډرانو سخي رحمان او ضياء الرحمان دپلويانو ترمينځ سختې نښتې شوي دي چې پکې اووه کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي. سرچينې وائي په وژل شوؤ کې کمانډر سخي رحمان او دهغه ورور سلامت خان هم شامل دى. کمانډر سخي تيرو ورځو کې دحکومت دمرستې اعلان کړى ؤ او په دغه اعلان تندلاري طالبان سخت خفه وؤ. سرچينې وائي دکمانډر ضياء الرحمان تعلق دتندروه طالب کمانډر ملا طوفان او کمانډر عاصم الله دوسله والو ډله څخه دى. تيرکال په شاهوخيل کې دملا طوفان او عاصم الله په يوه مدرسه دپاکستان دپوځ دلوري بمباري هم شوې وه، وئيل کيدل په دغه مدرسه کې به تندلارو ته تربيت ورکړل کيدو. دغه دواړه تندروه ډلې دتيرو څو کلو نو راهسې ديو بل سره زړۀ بداوى لري، له دې وړاندې هم په سيمه کې دتندروه ډلو ترمينځ په جنگونو کې د100ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي. سرچينې وائي تر دې مهاله ددواړو خواؤ ترمينځ نښته روانه ده او دمه په دمه دواړه خواوې په يو بل ډزې کوي. بل لوري ته دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته کې 3 تندلاري وژل شوي دي. دسرچينو له مخې دامنيتي ځواکونو او تندلار ترمينځ په مټه سيمه کې سخته نښته وشوه چې پکې دوه طالبان وژل شوي دي. سرچينې وائي دوژل شوؤ طالبانو پيژندگلو دښائسته محمد او بخت زاده په نومونو شوې ده او هغوي په سوات کې دگڼو بې گناه خلکو په وژنو او په امنيتي ځواکونو په بريدونو تورن وؤ. همدغه راز په مدين سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دسربلند په نوم ديو طالب دوژل کيدو خبر ورکړل شوى دى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: