سعودي عربستان کې 93 په سلو کې ښځې د ميړونو له سخت چلند سر ټکوي

د جرمني رسنيو يوه تازه خپره شوې احصاييه دا په ډاګه کوي ، چې سعودي عربستان کې 93 په سلو کې ښځې د ميړونو له ناوړه چلند سر ټکوي .
د يوه تحقيقاتي مرکز پلټنې ښيي ، چې په سعودي عربستان کې هغه ښځې ، چې د ميړونو د مستقيم بد چلند سره مخامخ دي 20 په سلو کې يې له شلو ټيټ عمر لري او 25 په سلو کې هغه ښځې دي ، چې د شلو او ديرشو کلنو عمر لري او 7 په سلو کې داسې ښځې هم شته ، چې د پنځوسو او شپيتو کلنو په منځ کې عمر لري .دغه پلټنې ښيي ، چې 30 په سلو کې ښځې د اقتصادي ستونزو له امله د ميړونو له فشار او وهلو ټکولو سره مخ دي . د دغو ښځو زياتره عوايد د ميړونو لخوا قبضه کيږي او که ورنکړل شي ، د کار کولو اجازه هم نه ورکول کيږي .

څرګندون پریږدئ