ميدان وردګ ولايت کې دمامورينو دظرفيتونو دلوړولو په موخه ورکشاپ پرانيستل

ميدان وردګ ولايت کې دملکي مامورينو دظرفيتونو دلوړولو په موخه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون لخوا يومياشتنی ورکشاپ پرانيستل شوو.
دمیدان وردګ و لایت په مرکزمیدانښارکې دملکي مامورینودظرفیتونو دلوړلوپه موخه په پنځو روزنیزوبرخو کې د افغانستان دملکي خدمتونو انستیتوت لخوا یومیاشتني ورکشاپ دولایت والي محمد حلیم فدایي،د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواکې ادارې ریس ډاکترمشاهد،د انستیتوت مشر عثماني اویوشمېر مسولینو لخواد پټۍ په پریکولوسره پرانیستل شوو.
په نوموړو مراسموکې دښاغلي والي سربېره،داداري اصلاحاتودکمیسیون مشر ډاکترمشاهد،دملکي خدمتونو انستیتوت مشرښاغلي عثماني، دګومارنوبورد مشررفیقي،امنیتي چارومسولینو، ولسوالانو او ددې ولایت اړوند ادارو مسولینو او کارکوونکو برخه اخیستې وه. ښاغلي والي دپرانیستې په مراسموکې د داډول یو اوږدمهاله ورکشاپ چې په اساسي ډول به دمامورینو په ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وکړئ دپام وړ وبللوو او د اداري اصلاحاتو کمیسیون او انستیتوت دمسولینو څخه دمننې ترڅنګ یې دهر ډول مرستو ژمنه وکړه، ورپسې ښاغلي مشاهد دکورس دارزښت او دمامورینو دظرفیتونو دلوړولو پروګرامونو اوشته برنامو څخه یادونه وکړه، همدارنګه ښاغلي مشاهد ژمنه وکړه چې دمیدان وردګ ولایت (۲۰) تنه نوې فارغ شوې محصلینو ته به دانټرشیپ پروګرام له مخې په انستیتوت کې دشپږمیاشتې مسلکي زده کړې ورکوي او وروسته به یې په ولایت کې په دنده ګوماري،ورپسې دانستیتوت مشر ښاغلي عثماني د دغه یومیاشتني پروګرام په اړه ګډونواولو ته معلومات ورکړل اوزیاته یې کړه دغه پروګرام به په یومیاشت کې ددې ولایت (۵۰۰) ملکي مامورینوته په پنځو برخو(ستراتیژۍ،پالیسۍ،رهبرۍ،بشري منابعو،عامه تدارکات،بودیجې اومحاسبې اودپروژې مدیریت په اړه زده کړه ورکړل شي، او هم به د زدکړو وروسته د
کوچ په مرحله کې اړونده ادارو سره عملي کارونه ترسره شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: