ګیلاني : بن لادن په پاکستان کې نشته

 
دپاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني ،چې دا مهال له امریکا څخه لیدنه کوي په ټينګار سره وايي : دالقاعدې مشر بن لادن په پاکستان کې نشته .
دګیلاني څرګندونې له امريکايي هغو سره په ټګر کې دي ،چې وايي بن لادن ډیورنډ کرښې ته څيرمه په پاکستاني قبایلو کې مېشت دی . لومړی وزیر وايي : دا ثابته ده ،چې بن لادن په پاکستان کې نشته که وای زموږ له عملیاتو بیا روغ رمټ نه پاتې کیده ګیلاني زیاتوي زه دبن لادن د تګ راتګ په اړه ډېر کم معلومات لرم . زموږ عملیات بریالي و … کېدای شې ژوندې نیول شوې وای نه پوهیږم ، چې مړ دی او که ژوندی . ګیلاني پخوا ویلې و زموږ عملیات به د طالبانو پر ضد روان وي زه له طالبانو سره دخبرو پلوي نه یم ځکه موږ په همدغه وخت کې د ښو او بدو طالبانو ویش کوو ، جنګیالي اوس هم جنګیالي دي دوی یوازې دهېواد نارامه کول غواړي او بس .

څرګندون پریږدئ