د کندوز د بمبارۍ د قربانیانو خپلوانو له جرمني څخه د تاوان غوښتنه وکړه

په کندوز کې پر دوو ټانکرونو د جرمني قومندان په امر د شوې بمبارۍ د قربانیانو خپلوان نن(سې شنبه)راغونډ شول او له جرمني څخه یې د تاوان یا معاوضې غوښتنه وکړه . د تېر کال د سپټمبر په څلورمه نېټه وروسته له دې چې طالبانو د ناټو ځواکونو دوه ټانکرونه چهاردرې ولسوالۍ ته وتښتول ، یوې امریکايی جټ الوتکې په کندوز کې د دېره جرمني ځواکونو د قومندان په امر پرې بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې د تېلو لپاره په ټانکرونو په لسکونو راټول شوي کلیوال ووژل شول . د افغانستان حکومت وايی چې په پېښه کې د دېرشو ملکیانو په شمول ټولټال ۹۰ تنه ووژل شول خو د سیمې اوسېدونکي او ازادې سرچینې د ملکیانو تلفات تر سلو زیات ښيي . دې پېښې په جرمني کې سخت عکس العملونه وپارول . د هغې په نتیجه کې د جرمني د قواوو عمومي قومندان او د بمبارۍ د وخت دفاع وزیر استعفا ته مجبوره شول . نن په کندوز کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د دفتر مخته د وژل شویو کسانو د کورنیو شاوخوا پنځوس تنه خپلوان او یوشمېر ټپیان راټول شول او د معاوضې د غوښتنې په ترڅ کې یې وویل چې په دې بې رحمانه برید کې لاس لرونکي دې محاکمه شي . نور جان ،چې لاس یې د بمبارۍ په وجه قطع شوی ، وویل :«موږ له جرمني ځواکونو تاوان غواړو.زه کار – روزګار نه لرم، زما د ماشومانو د کورنۍ د ژوند غم دې وخوړل شي.» کریم پوپل یوه بل چې ګلاب جان نومېده او د کورنۍ یو غړی یې په بمبارۍ کې وژل شوی ، وویل :«زموږ په کلي کې ډېرماشومان یتیمان شول ،میندې او پلرونه یې په بمبارۍ کې ووژل شول.کلی له یتیمانو ډک دی… هیڅوک ورته پام نه کوي، هیڅوک یې په غم کې نه دي.» د غونډې ځینو برخوالو په لاسونو کې شعارونه لرل چې پرې لیکلي وو: «موږعدالت غواړو او غواړو هغه کسان محاکمه شي چې بېګناه خلک یې ووژل.» یو افغان الاصله جرمنی حقوق پوه کریم پوپل په جرمني کې د کندوز په بمبارۍ کې د ۱۶۵ تنو وژل شویو کسانود معاوضې قضیه پرمخ بیايي . ده ته د جرمني حکومت د درو ملیون یورو تاوان ورکولو وړاندیز کړی وو خو ويې نه منله او ویې ویل چې د جرمني حکومت باید د وزل شویو کسانو له خپلوانو سره د اوږدې مودې مرستې په غاړه ومني . ښاغلي پوپل په جنورۍ کې ویلي وو چې د جرمني دفاع وزارت ورسره موافقه کړې چې د ژمي په مخه به د قربانیانو له کورنیو سره مرسته کوي او یو شمېر پروژې به ورته جوړوي . پوپل وايی چې لا هم د جرمني له دفاع وزارت سره د ده خبرې دوام لري او دې وزارت منلې چې د وژل شویو کسانو د ماشومانو لپاره به مرستون جوړوي او یوشمېر زراعتي پروژې به هم پیلوي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: