هغه څه چې د طالبانو سر ورباندې نه خلاصېږي

د طالبانو په باره كې اروپايان او امريكايان خورا منفي خبرې كوي او په افغانستان كې هم ځينې كسان او ځينې ډلې داسې دي چې طالبانو ته له هر ډول حق منلو منكر دي. دغه ډلې ممكن د يوۀ طالب ژوند د انګورو د يوۀ تاك له ژوند سره برابر ونه بولي. پخوانو ويلي دي چې «صاحب غرض مجنون است.» غربيان خو تر ډېره حده د سپتمبر د يولسمې نېټې پېښو خشمولي دي او د وطن په داخل كې چې كوم كسان له طالبانو سره مخالفت كوي مختلف دليلونه لري چې ځينې يې په ځاى او ځينې يې بې ځايه دي. مثلا دا په ځاى دليل دى چې هيڅوك د بل انسان د تعليم او كار د مخنيوي حق نه لري ، او دا بيا بې ځايه انګېزه ده چې كه طالبان په وطن كې سياسي ژوند پيل كړي نو د ځينو نورو چوكيو او امتيازونو ته به صدمه ورسېږي. د طالبانو په غوښتنو كې هم فرق دى . د دوى ځينې خبرې منطقي دي خو ځينې يې بيا دومره بې دليله دي چې د دوى د داعيې په هغه منطقي اړخ يې هم سيورى كړى او دوى يې له ټولې دنيا سره مخالفه ډله معرفي كړې ده. د طالبانو د منطقي غوښتنو په سر سر كې دا خبره ده چې خارجيان بايد په افغانستان كې نه وي او د افغانستان برخليك بايد پخپله افغانان وټاكي. خو په دې سلسله كې هغه څه چې د طالبانو سر ورباندې نه خلاصېږي ، دا خبره ده چې خارجي عسكر به څنګه وځي؟ په ظاهره خو طالبان وايي چې خارجيان دې ووځي ، بيا به افغانان خپل وطن خپله اداره كوي. خو سوال دا دى چې كه افغانان مخكې تر مخكې د يوۀ نظام په جوړولو سره سلا نه شي او خارجيان هم وتلي وي ، نو په وطن كې به امن څنګه راځي. كله چې روسان وتل ، په هغه وخت كې تنظيمونو د نوي نظام په باره كې موافقه سره ونه كړه او بس دې ته يې سودا وه چې ژر كابل ته راشي او قدرت تر لاسه كړي ، د هغې بيړې نتيجه دا وه چې په لسګونو زره كسان يوازې په كابل كې ووژل شول. د دې لپاره چې دغسې موافقه وشي، د افغانستان حكومت په دې ټينګار كوي چې طالبان بايد د افغانستان اساسي قانون ومني. خو كه طالبان ووايي چې د دغه قانون د جوړولو په وخت دې زه له ملكه په زور شړلى وم، نو په ما يې څنګه منې ؟ زما په نظر ، د افغانستان حكومت ورته قانع كوونكى ځواب نه لري. د افغانستان اوسنى حكومت ممكن ووايي چې دغه اساسي قانون خو لويې جرګې منلى دى خو طالبان استدلال كولى شي چې كاكا، په هغه لويه جرګه كې دې زه چې اصلي مخالف دې وم، چېرته وم؟ البته، ځينې نورې خبرې دي چې كه طالبان هغه ونه مني نو هم به د خارجي قواوو شتون ته پلمه جوړه وي او هم به جنګ ادامه مومي . په هغو كې يوه مهمه خبره دا ده چې طالبان ټولو وطنوالو ته د رايې ، او د حكومت په جوړولو كې د برخې وركولو ته قايل شي. كه طالبان دا ومني چې انتخابات به كوو او چې په هر چا باندې ډېرو افغانانو باور وكړ، د هغې ډلې حكومت به وي ، نو دا بيا داسې خبره ده چې د رد ځواب يې نشته. خو كه طالبان يوازې وايي چې جنګ پكار دى چې خارجيان دې ووځي. دغه حالت خو يوازې خارجيانو ته د پاتېدو پلمه په لاس كې وركوي او كه فرضا ، چې احتمال يې ډېر لږ دى ، خارجيان د جګړې په حالت كې ووځي ، نو بيا به په وطن كې د مختلفو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ څه حال وي ؟ همدا اوس اتيا لكه ماشومان مكتبونو ته ځي. كه د افغانستان معارف وزارت د نورو ښوونځيو د جوړولو وس لرلاى او په ځينو ولايتونو كې ځينو طالبانو د سبقونو مخه نه نيولاى ، نو يقينا چې كابو هرې افغانې كورنۍ به خپل اولادونه ښوونځيو ته استول. حال دا چې په طالبانو كې داسې كسان شته چې د مكتب مخالف دي . د دې خبرې معنى خو دا شوه چې دغه ټولې كورنۍ له طالبانو سره د مكتب په ټكي كې يو شان نظر نه لري. طالبانو ته پكار ده چې دا خبره سپينه كړي چې د نورو افغانانو نظر ته درناوى لري كه يې نه لري ؟ كه يې نه لري نو جنګ به روان وي او وينې به بهېږي او كه يې لري نو ورته پكار ده چې يوه داسې طرح اعلان كړي چې نور ملت هم له دوى سره د ګډ ژوند په فكر كې شي او په شريكه خارجيانو ته ووايي چې ځئ خپلو ملكونو ته. طالبان معمولا وايي چې هغه څه به كوو چې خداى او رسول وايي او زه ګومان نه كوم چې په افغانستان كې دې داسې څوك پيدا شي چې له دې شي سره مخالفت وكړي ، مګر په هغه څه چې د طالبانو سر نه خلاصېږي دا ټكى دى چې دوى د خداى او رسول خبره په خپله خوښه تعبيروي او تفسيروي. البته، دا يوازې طالبان نه دي چې د خداى او رسول لاره له خپلو نظرياتو سره سمه تعبيروي ، نورې ډلې او مذهبي فرقې هم همدا كار كوي ، مګر د نورو او طالبانو فرق دا دى چې نور وايي ، زه دا مطلب ورنه اخلم او ته كه بل مطلب ورنه اخلې هغه نو ستا خپل كار دى . څو اونۍ دمخه د عالم اسلام د تر ټولو لوى ديني علمي مركز ، د الازهر شريف روحاني مشر شېخ طنطاوي وفات شو او په ځاى يې شيخ احمد الطيب كېناست. شېخ طنطاوي عليه الرحمه فتوا وركړې وه چې د الازهر ښځينه محصلانې او طالب العلمانې كولى شي چې لوڅ مخ وګرځي، ځكه په اسلام كې دا بنديز نشته. شېخ الطيب هم د مرحوم طنطاوي نظريه تاييد كړه. اوس كه دا خبره ځينو طالبانو ته وكړې هغوى يې نه مني. دا د هغوى حق دى چې نه يې مني خو د الازهر د علماوو هم حق دى چې د مخ پټول لازم نه ګڼي او په افغانستان كې هم بايد خلك حق ولري چې د اسلام په چوكاټ كې د ژوند طريقې انتخاب كړي. كه طالبان خپلو وطنوالو ته همدا حق وركړي او ټولو ته ووايي چې په شريكه او د اكثريت له رايې سره سم به په افغانستان كې نظام جوړوو، نو زما يقين دى چې ځان او افغانستان ته به يې خير رسولى وي او اسلام به يې د سولې او ترقۍ دين معرفي كړى و

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: