د ملګروملتو پنځه کارکوونکي په بغلان ولایت کې تښتول شوي

) ملګروملتو نن وویل چې پنځه افغان کارکوونکي یې بې درکه شوي دي . د ملګروملتو له دې اعلان سره په یووخت افغان مقاماتو وویل چې د ملګروملتو د کارکوونکو موټرونه د افغانستان د شمال په هماغه ولایت کې تښتول شوي چې څلور جرمني او درې افغان سرتېري پکې پرون ووژل شول .

 

په بغلان کې د ملګروملتو د پنځو افغان کارکوونکو د بې درکه کېدو خبروروسته له دې خپرېږي چې پرون په بغلان او کندهار کې پر بهرنیوځواکونو حملې وشوې .

 

د بغلان پولیسو وویل چې د ملګرو ملتو کارکوونکي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي .

 

په کابل کې د ملګروملتو یوه ویاند ډان مک نارټن یوازې دومره وویل چې پنځه کارکوونکي یې، چې د ملګروملتو لپاره په یوې پروژې یې کار کاوه ، بې درکه شوي دي .

 

مک نارټن وویل : ملګري ملتونه د افغان چارواکو په مرسته هڅه کوي چې مالومه کړي د دوی کارکوونکي چېرته تښتول شوي او اوس په څه حالت  کې دي .

 

د بغلان د پولیسود قومندان مرستیال زلمي منګل وویل چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ د ملګروملتو موټرونه تښتولي او دهنه غوري ولسوالۍ ته یې وړي دي .

 

په بغلان کې سیمه ییزو چارواکو له قومي مشرانو غوښتي دي چې د ملګروملتو د کارکوونکو په راخوشي کولو کې مرسته وکړي .

 

په دې ولایت کې له دې پېښې سره په یووخت وسله والو طالبانو د افغان او جرمني ځواکونو پر کاروان برید وکړ او اته تنه افغان اوجرمني سرتېري یې ووژل او لږ ترلږه پنځه نور یې ټپیان کړل .

 

په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي ، تر دې چې په وروستیو کې طالبان د حربا اسلامي له هغې ډلې سره د عشر او زکات د ټولولو پرسر ښکېل شول . په دې جګړه کې د دواړو خواوو ته شاوخوا شپېته تنه ووژل شول او د حزب یوشمېر پلویان مجبوره شول چې له حکومت سره یوځای شي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: