په چادري بنديز ولګېد

د بنګله دېش په ترګردو لوى دولتي روغتون كې امر شوى دى چې نرسانې او نورې كاركوونكې نه شي كولاى چې له چادري سره په روغتون كې كار وكړي. دغه امر وروسته له هغه وشو چې په روغتون كې د موبايلو او بټوو غلا زياته شوه او پته ولګېده چې په دې غلا كې د ځينو چادري پوښو مېرمنو لاس دى .

 

  د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم،د بنګله دېش د طبي پوهنتون د روغتون  مشر عبدالمجيد بهويان تېره ا ونۍ امر وكړ چې ښځې كاركوونكې مكلفې دي چې په روغتون كې  د روغتون رسمي لباس واغوندي او مخ او وېښته په چادري كې پټ نه كړي، ځكه  معلومه شوې ده چې له چادري سره ځينې غلاوې په اسانه كېږي.

 

  د طبي پوهنتون د روغتون د مشر په وينا، ځينو چادري پوښو كاركوونكو له چادري څخه دا غلطه استفاده هم كړې ده چې كله نا كله يې د ځان په ځاى بل څوك را استولي دي چې په روغتون كې د دوى په نوم كار وكړي، حال دا چې دغه بل څوك به په كار سمه نه پوهېده او مشكلات به يې جوړول.

د روغتون اداره د خپلو ځينو چادري پوښو كاركوونكو له لاسه يو بل شكايت هم كوي . دوى وايي چې په روغتون كې  د كار لپاره د خپل ځان او خپلو جامو د نظافت ساتل خورا ضروري دي ، خو د چادري پوښو مېرمنو دا پته نه لګېږي چې د ځان او جامو نظافت ته يې پام كړى دى او كنه.

 

  د يادولو وړ ده چې د بنګله دېش په روغتونونو كې خورا لږ شمېر مېرمنې له چادري سره كار كوي او په همدې خاطر د بنګله دېش د طبي پوهنتون د روغتون لپاره د دې امر عملي كول چې كاركوونكې دې چادري نه اغوندي، مشكله چاره نه ده.

 

  بنګله دېش د نفوسو په لحاظ د نړۍ څلورم نمبر لوى اسلامي هيواد دى . اسلام د بنګله دېش رسمي دين دى . البته، ډېرې بنګله دېشۍ چادري ، چې دوى ورته برقعه وايي ، نه استعمالوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: