زده كوونكي بايد ورزش هېر نكړي

دا يوازې امريكايي ماشومان او زلمكي  نه دي چې تلويزيون ته ډېر ګوري او له كمپيوټر سر ډېر وخت تيروي. يوه نوې څېړنه وايي چې د ټولې نړۍ د ماشومانو او زلمكو دريمه برخه په متوسط ډول په ورځ كې درې ساعته تلويزيون ته تېروي او يا له كمپوټر سره بوخت وي.

 د نړۍ په څلوردېرش ملكونو كې د اويا زره ماشومانو ا و زلمكو په اړه تر سره شوې سروې وايي چې له ارجنټاينه رانيولې تر زمبابموې پورې د نړۍ په  مختلفو هيوادونو كې ، اكثره ماشومان او زلمكي په كافي اندازه ورزش نه كوي او د دې لويه وجه دا ده چې تلويزيون او كمپيوټر ورنه ډېر وخت اخيستى دى . د رويټرز اژانس له راپور سره سم، دا يوازې د بېوزلو هيوادونو ماشومان او زلمكي نه دي چې په كافي اندازه ورزش نه كوي ، بلكې په شتمنو او پرمختلليو هيوادونو كې هم د ماشومانو او زلمكو د ورزش كمى ليدل كېږي.

د محققانو په نظر ، هر ماشوم او زلمكى بايد د ورځې يو ساعت او په اونۍ كې پنځه ورځې ورزش وكړي ، حال دا چې كمپيوټري لوبو او د تلويزيون ليدلو د ماشومانو د وزرش وخت كم كړى دى .

د نړۍ د بېلو بېلو هيوادونو د زلمكو او ماشومانو په اړه تازه تر سره شوې څېړنه دا هم وايي چې په اوسنۍ نړۍ كې يوازې په سلو كې پنځه ويشت هلكان او په سلو كې پنځلس نجونې ، ورزش ته هغومره وخت وركوي لكه څومره چې پكار دى .

افغانستان د افغانانو دى!

د تيرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر كرزي په ځينو مهمو مسايلو كې يو ځل بيا له يو شمير جهادي مشرانو، د پارلمان د دواړو مجلسونو له مشرانو او د سترې محكمې له رئيس سره مشورې وكړې اوپه همدې غونډه كې د انتخاباتو د كميسيون په تركيب كې شامل د شكاياتو د ارزونې په كميسيون كې د دوو تنو بهرنيانو غړيتوب و منل شو.

په دې ډول هغه لانجه چې په دې كميسيون كې د بهرنيانو د نه غړيتوب په سر را پورته وه سمدستي حل شوه، كه څه هم اوس د شكاياتو په كميسيون كې له پينځو څخه درې غړي افغانان دي هغه پخوانى ذليلانه وضعيت نه دى چې اكثريت پكې بهرنيان وو، خو واقعيت دادى چې په داسې ملي پروسه كې په دغسې حساسو دندو كې د بهرنيانو ګومارنه د افغان ولس لپاره له زيان او تاوان نه خالي نه دي. خو پر دې بايد اعتراف وكړو چې د دغه حالت اصلي لامل په هېواد كې د دولت او ملت د بيلابيلو اړخونو ترمنځ دهمغږۍ او يووالي نشتوالى دى.

موږ وليدل چې پخپله افغاني ارګانونه او افغانان د بهرنيانو مدافع وكيلان شول، په تيرو څو ورځو كې او په عام ډول د ولسمشرۍ د ټولټاكنو له تر سره كيدو وروسته په مياشتو مياشتو زموږ په رسنيو كې دا تبليغ كيدله چې كه بهرنيان د انتخاباتي شكاياتو په كميسيون كې نه وي نو د درغليو امكانات به زيات وي!!

دا د حقارت احساس دى چې زموږ يو شمير كړۍ او ځينې پيژندل شوې څېرې يې لري. واقعيت دا دى چې كه د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر سره په مشوره كې شاملو لوريو په پوره وحدت او همغږۍ دا ويلي واى چې زموږ ملي پروسې او تشكيلات بايد افغاني او ملي وي، پر همدې به پريكړه شوې وه چې د شكاياتو په كميسيون كې به بهرنيان نه وي.

زموږ ولس له بهرنيانو سره دوستانه اړيكو ته اړتيا لري، دهغوى مرستو ته اړتيا لرو، دا واقعيت دى، خو همدومره موږ دې ته اړتيا لرو چې خپل هويت، استقلال، غرور او اصالت وساتو.

دا يوازې هغه مهال ممكن دى چې په ادره او نظام كې د بهرنيانو پر مرستو سر بيره د دوى شتون نه وي.

په هر صورت اوس دې ته اړتيا ده چې افغانان د خپل هېواد د برخليك په اړه په ګډه د مسووليت احساس وكړي، په دې برخه كې يوازې ولسمشر او حكومت مسوول نه دى، يوازې دولتي ارګانونه مسووليت نه لري، هغه مشران او سياسي شخصيتونه هم همدومره مسووليت لري چې تر اوسه يې يوازې امتياز تر لاسه كړى دى خو د مسووليت له اوچتولو اوږې سپكوي. افغانستان د ټولو شريك كور دى، او د دې كور ويرونه او وياړونه د ټولو افغانانو شريك دي، خو بهرنيان نه زموږ د وياړونو شريك دى او نه د مسووليتونو!