تکړه ممثله انیسه وهاب په حق ورسېده

د افغانستان د تياتر او راډيو تلويزيون د پيژندل شوې لوبغاړې انيسه وهاب جنازه نن له غرمې مخكې په كابل كې خاورته وسپارل شوه .

د افغانستان د تیاتر، سینما، راډیو او ټلویزیون پخوانۍ لوبغاړې انیسه وهاب تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له وجې د ۵۳ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.د انیسه وهاب د کورنۍ غړي وايي، دا له نژدې یوې میاشتې راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته وه او د ناروغۍ په بستر کې پرته وه.

انیسه وهاب د څو محدودو افغان مېرمنو له ډلې وه، چې د خپل ژوند ډېر کلونه یې د تیاتر او تمثیل د هنر لپاره وقف کړې وو او ګڼ شمېر هنري اثار ترې په میراث پاتې شول.

انیسې وهاب له تېرو اوو کلونو راپه دې خوا له ازادی راډیو سره هم همکاري کوله او د دې راډیو په طنز خپرونو کې یې کار کاوه .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: