ناولې اوبه د مليونونو انسانانو د مرګ سبب ګرځي

انسانان هره ورځ د نړۍ د مخ سيندونو او سمندرونو ته په مليونونو ټنه خځلې او چټلي وراچوي چې په نتيجه كې ېي نه يوازې د كبانو او نورو اوبوژويو ژوند په خطر كې دى ، بلكې هر كال د مليونونو ماشومانو د مړينې سبب هم ګرځي. تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې ادارې وويل چې په نړۍ كې اوس د جنګونو، بمونو او د تشدد د نورو پېښو له لاسه دومره خلك نه مري ، لكه د اوبو د چټلوالي په وجه پيدا شويو ناروغيو له لاسه چې سا وركوي. د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، د نړۍ په دوه ميليارد ټنه اوبو كې هره ورځ دوه مليونه ټنه خځلې او زهري مواد ورګډېږي چې د نړۍ په روغتونونو كې تر نيم زياتو بستر شويو كسانو د ناروغۍ اصلي سبب يې بللاى شو. دغه راپور چې د (د ناروغو اوبو) په نوم خپور شوى دى ، وايي ،هر كال په نړۍ كې تر پنځو كلونو د كم عمر اتلس لكه ماشومان د هغو ناروغيو له لاسه مري چې له ناوليو او چټلو اوبو پيدا كېږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: