په پام کې ده داروپايي ټولنې د ترانسپورت وزیران نن دهغو بندیزونو د لیرې کولو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه وکړي چې د اروپا د فضا پر زیاته برخه د آیسلنډ د اورغورځونکي غره د ایرو له خپرېدو وروسته د هوايي شرکتونو پر پروازونو لګول شوي وو. دا بحثونه چې د ویډیويي کنفرانس له لارې په پام کې دي، وروسته له هغه کېږي چې هوايي شرکتونو پر حکومتونو فشار راووړ چې د دې بحران د حل په برخه کې اقدام وکړي، ځکه دا شرکتونه وايي چې په ورځ کې شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالره زیان ګالي. د اسپانیا د اروپايي ټولنې د چارو وزیر دییګولوپېزګاریدو نن وویل، داسې هیلې شته چې د اروپا نیمايي الوتنې به نن بیا پیل شي. د اروپا د هوايي کنټرول چارواکو پرون وویل، داروپا د هوایی قلمرو په سلو کی اتیا برخه پرون د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره د الوتنو پرمخ بنده وه او په دې ترڅ کې پرون یوازې ۵۰۰۰ الوتنې ترسره شوې په داسې حال کې چې دا رقم په عادي ورځو کې ۲۴ زرو الوتنو ته رسیږي. دې چارواکو وايي د اروپا په هوایی قلمرو کی شاوخوا ۶۳ زره پروازونه کنسل شوي چی له امله یې له تیرې پنجشنبې راهیسی اوه ملیونه مسافر له ستونزو سره مخامخ دي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه ایرې چې د ښیښو او ډبرو ذرې پکې دي کولای شي د الوتکو انجن او نورو برخو ته جدي زیان واړوي.
Advertisements
Filed under: وروستي خبرونه |
ځواب دلته پرېږدئ