ملامحمد عمر اخوند د سولې خبرو ته تیار دی

د لندن د سنډې ټایمز اوونیزې له راپور سره سم د طالبانود تحریک مشرملا محمدعمراخوند ویلي دي چې دی او د ده پلویان حاضردی چې له لوېدیځو هیوادونو سره د سولې خبرې وکړي .

 

د طالبانو دوو جګپوړو مقاماتو له سنډې ټایمز اوونیزې سره په مرکه کې ویلي چې د کوټې شورا پرېکړه کړې چې ملا عمر نور نه غواړي چې د افغانستان واکمن وي. دوی همداراز ویلي چې ملا عمر جدي اوصادقانه خبرو ته تیار دی.

 

یوه امریکايی پوځي چارواکي دا څرګندونې یو مهم انکشاف او د احتمالي سولې لپاره مهم پرمختګ بللی دی .هغه زیاته کړې چې د ډېرو استخباراتي سرچینوشواهد او مالومات شته چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو دي .

 

د سنډي ټایمز له لیکنې سره سم په هغه غونډه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې وشوه ، د طالبانو مشرانو سنډې ټایمز ته وویل چې د دوی پوځي هلوځلو درې اصلي هدفونه لرل : د شریعت یا شرعي قانون انفاذ،د بهرنیوځواکونو ایستل او د امنیت ټینګښت.

 

د ملاعبدالرشید په مستعارنوم یوه جګپوړي طالب قومندان سنډې ټایمز ته ویلي :«ملاعمر نور له دې سره لېوال نه دی چې په سیاست یا حکومت کې وي.د ټولو مجاهدینو هڅه دا ده چې بهرنیان او غاصبان له افغانستانه ووځي او بیا د هیواد اساسي قانون تعدیل شي.که دا هدفونه ترلاسه شي موږله دې سره دلچسپي نه لرو چې حکومت په لاس کې ولرو.»

 

سنډې ټایمز ادعا کوي چې دا مرکه یې د یوه مشهور افغان ژورنالیست په وسیله له دوو طالب قومندانانو سره کړې ده چې دواړه د شورا غړیتوب لري .او هغوی ته د طالبانو رهبرۍ پوره اجازه ورکړې وه .

 

عبدالرشید وايي :«موږ په هیواد کې د حکومت کولو ظرفیتونه نه لرو، په دې هم حیران یو چې د خپلې واکمنۍ په موده کې مو کارونه څرنګه پرمخ تلل. موږ داسي کسان نه لرو چې تجربه کاره وي اود حکومت کولو تخصص ولري.اوس موږ ټول یوازې دا هڅه کوو چې اشغالګران له خپلې خاورې وباسو.موږ به سیاست مدني ټولنې ته پرېږدو او په خپله به خپلو مدرسو ته ستانه شو.»

 

یوه امریکايي مقام په واشنګټن کې د طالبانو د دې دریځ په باب وویل چې امریکایان په دې خبرې کوي چې ولسمشربارک اوباما په څه ډول د افغانستان لپاره خپله اوږدمهاله ستراتیژي بدلولی او له طالبانو سره مخامخ خبرې کولی شي .

 

امریکايي مقام همداراز وویل : که د طالبانو په هدفونو کې نور دا خبره شامله نه وي چې حکومت به کوي او حکومت به پرزوي ، دا د هغوی په دریځ کې لوی بدلون دی .

 

د ناټو مقامات وايي چې د طالبانو په دریځ کې بدلون د دوی په ویبپاڼه کې هم ښکاري او اوس خپل دا دریځ نرم کړی چې د کابل ګوډاګی حکومت پرزوي  بلکې وايی د افغانستان د خلکو د خوښې حکومت غواړي .

 

د طالبانو دغو دوو مشرانو په عین حال کې په خپلو مرکو کې د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ د تماس په باب خپاره شوي راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا راپورونه جعلي دي .تراوسه پورې موږله هیڅ افغان مقام سره خبرې نه دي کړي .

 

خو د ناټو استخباراتي سرچینې وايي چې د طالبانواستازو د ولسمشرکرزي د حکومت له ګڼو وزیرانو سره تماسونه نیولي دي .

 

دوی له لوېدیځوالو سره د خبرو په باب هیڅ راز شرط کښېنښود او یوازې یې وویل چې طالبان صادقانه  خبرو ته تیار دي .

 

د سنډې ټایمز د راپور له مخې د طالبانو یوه بل مقام چې د کوټې له شورا سره نژدې اړیکې لري ، وویل چې د طالبانو تحریک د امریکایانو په ګډون له باوري لوېدیځو سیاستوالو سره مخامخ خبرو ته تیار دي خو د سي ای اې په شمول به له جاسوسي ادارو سره خبرې ونه کړي .

 

که غواړئ چې د سنډې تایمز راپور ټکی په ټکی ولولې د تاند انګلیسي ویبپاڼه وګورې

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: