خبرو ته د طالبانو په تیاري کتونکو د شک په ترڅ کې خوشبیني څرګنده کړه

 د ولسي جرګې مرستيال او د تېر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ميرويس ياسيني وايي كه چېرې دا خبره رښتيا وي نو په افغانستان كې د سولې او ثبات په راوستلو كې يو د پام وړ پرمختګ دى.

ښاغلي یاسیني وویل : مهمه نه ده چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره نه بلکې له لوېدیځوالو سره د خبرو غوښتنه کړې ، پريږدئ چې خبرې ووينو، د خبرو شرايط وګورو، عمليه يې وګورو او وروسته له هغې داسې يوه پريكړه وكړو چې زموږ او ستاسو ملي پريكړه وي.”

خو د ولسي جرګې ځينې غړي بیا په دې ټينګار كوي چې په افغانستان كې د سولې په هر ډول خبرو كې بايد افغان دولت هم ګډون ولري.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي په دې اړه له پراګه خپرېدونکې ازادۍ راډيو ته وويل:

“دوى بايد لومړۍ د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره مذاكراتو ته داخل شي او كه چېرې مستقيمً امريكا مداخله كوي، دا په دې مانا وي چې ګواكې په افغانستان كې هيڅ نظام نشته.

په عين حال كې ځينې كارپوهان په دې باوردي، چې په افغانستان كې د خبرو اترو لپاره د طالبانو په دريځ كې بدلون نه دى راغلى.

د سياسي چارو يو كارپوه وحيد مژده ته د سنډې ټایمز راپور څه نوې خبره نه ښکار ي او وايي  يونيم كال مخكې طالبانو په دې شرط له ټولو خواوو سره خبرو اترو ته چمتوالى ښودلى و چې بهرنيان دې له افغانستان نه وځي.

 

د سیاسي چارو یو بل افغان کاربوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وايي که د سنډې ټایمز راپور حقیقت ولري بیا نو دوه احتماله مطرح کېږي . یو دا چې ممکن ملاعمر غواړي له دې لارې ځان د یوه نړیوال مشر یا لیډر په توګه مطرح کړي او هماغه راز چې حکمتیار کابل ته د پلاوي په استولو سره ځان ژوندی او مطرح کړ، ملا عمر هم په دې ډول غواړي د نړۍ په عامه اذهانو کې مطرح او ومنل شي .له بلې خوادا احتمال هم شته چې پر پاکستان د لوېدیځ د فشار له کبله طالبان د خپل دریځ نرمولو ته اړ ایستل شوي وي .

پخوا هم په مطبوعاتو كې څو ځلې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د چمتوالي په اړه راپورونه وركړل شوي و، چې وروسته د طالبانو رسمي سرچينو رد كړى دى.

بل خوا امريكايي چارواكي په افغانستان كې له عادي او جګ پوړو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه يو دريځ نه لري، په دې وروستيو كې د دغه هېواد د دفاع وزير وويل، د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره اوس شرايط نه دي برابر دى.

 

خویوه امریکايی پوځي چارواکي دا څرګندونې یو مهم انکشاف او د احتمالي سولې لپاره مهم پرمختګ بللی دی .هغه زیاته کړې چې د ډېرو استخباراتي سرچینوشواهد او مالومات شته چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو دي .

 

د ملاعبدالرشید په مستعارنوم یوه جګپوړي طالب قومندان سنډې ټایمز ته ویلي :«ملاعمر نور له دې سره لېوال نه دی چې په سیاست یا حکومت کې وي.د ټولو مجاهدینو هڅه دا ده چې بهرنیان او غاصبان له افغانستانه ووځي او بیا د هیواد اساسي قانون تعدیل شي.که دا هدفونه ترلاسه شي موږله دې سره دلچسپي نه لرو چې حکومت په لاس کې ولرو.»

 

سنډې ټایمز لیکلي چې دا مرکه یې د یوه مشهور افغان ژورنالیست په وسیله له دوو طالب قومندانانو سره کړې ده چې دواړه د شورا غړیتوب لري .او هغوی ته د طالبانو رهبرۍ په دې باب د مرکې پوره صلاحیت ورکړی وو .

 د سنډې ټایمز بشپړ راپور د یکشنبې په ورځ په تاند کې خپور شوی :دلته یې کتلی شئ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: