د ایټالویانو پر خلاصون د هلمند د خبریالانو انتـــقاد

د هلمند ولايت د خبريالانو ټولنې د هغو درې تنو ایټالویانو په خوشې كولو خواشينې څرګنده كړه چې تيره اونۍ د هلمند والي د وژنې لپاره د دسيسې په جوړلو او يو شمير نورو تروريستي اعمالوتورن ګڼل شوي ول . دهلمند ولايت د خبريالانو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د نيول شويو كسانو په وړاندې د كره شواهدو سره سره بيا هم دوى بيګناه پيژندل شوي او خوشې شوي دي . د هلمند د خبريالانو ټولنې دغه شان په كابل كې د خبريالانو په بيلابيلو ټولو انتقاد كړى او ويلي يې دي په داسې حال كې چې نيول شوي كسان د افغان خبريال اجمل نقشبندي او د ده د موټر چلونكي د وژنې په قضيه كې هم ښكيل بلل شوي ول خو د خبريالانو ټولنو د دغو كسانو د بيګناه خوشې كيدلو په اړه د اعتراض غږ پورته نه كړ. افغان چارواکو د هلمند ولایت د ایمرجنسي روغتون درې تنه ایټالوي کارکوونکي چې د هلمند د والي د وژنې لپاره د دسیسې د جوړولو او له طالبانو سره د همکارۍ تورونه پرې لګېدلي و بې ګناه اعلان کړل. د هلمند د ایمرجنسي روغتون دا نهه کارکوونکي نژدې لس ورځې مخکې وروسته له هغه ونیول شول، چې افغان او بريتانوي ځواکونو په دې روغتون کې چاودېدونکي مواد او وسلې وموندلې. په هلمند کې چارواکو مخکې ویلي و، دوی شک لري چې طالبانو به دې کسانو ته بډې ورکړي وي، څو ایمرجنسي روغتون ته وسلې او مهمات دننه کړي او وروسته د یوې پلان په ترڅ کې د هلمند والي ګلاب منګل ووژني. د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې دا دسیسه د هېواد د د ښمنانو له خوا په بهر کې جوړه شوې وه، داسې چې د ایمرجنسي روغتون یو کارکوونکي چې له درېو ایټالویانو او پنځو افغانانو سره نیول شوی و، خو اوس هم په توقیف کې ساتل شوی دی، د هېواد د دښمنانو له خوا تر فشار لاندې راغلی و چې د والي د وژنې پلان جوړ کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: