د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ســـنډې ټایمز راپور رد کړ

د طالبانو تحریک د بریتانیا د سنډې ټایمز اوونیزې هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې د دوو طالب مقاماتو له قوله ویل شوي وو چې ملامحمدعمراخوند حاضر شوی چې له لوېدیځوالو سره د سولې خبرې وکړي . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تاند ته وویل چې د سنډې ټایمز راپور یوازې یوه مطبوعاتي او تبلیغاتي هنګامه او مصرفوونکې هڅه ده چې هیڅ راز حقیقت نه لري . د لندن سنډې ټایمز اوونیزې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ګڼه کې لیکلي وو چې د طالبانود تحریک مشرملا محمدعمراخوند ویلي دي چې دی او د ده پلویان حاضردي چې له لوېدیځو هیوادونو سره د سولې خبرې وکړي . دې اوونیزې همداراز ادعا کړې وه چې د طالبانو دوو جګپوړو مقاماتو له دوی سره په مرکه کې ویلي چې د کوټې شورا پرېکړه کړې چې ملا عمر نور نه غواړي چې د افغانستان واکمن وي. دوی همداراز ویلي چې ملا عمر جدي اوصادقانه خبرو ته تیار دی. خو ښاغلي مجاهد وايي چې دوی بیا بیا ویلي چې طالبان په واضحو خبرو باور لري خو شرط دا دی چې خبرې د هیواد د ازادۍ او د اسلامي نظام د نفاذ سبب شي . یاده دې وي چې د سنډې ټایمز په راپور کې هم د دوو طالب قومندانانو له قوله همدې مسایلو ته اشاره شوې وه .د سنډې ټایمز له ادعا سره سم په هغه غونډه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې وشوه ، د طالبانو مشرانو سنډې ټایمز ته وویل چې د دوی پوځي هلوځلو درې اصلي هدفونه لرل : د شریعت یا شرعي قانون انفاذ،د بهرنیوځواکونو ایستل او د امنیت ټینګښت. د سنډې ټایمز د راپور له مخې یوه امریکايي مقام په واشنګټن کې د طالبانو د دې دریځ په باب وویل چې امریکایان په دې خبرې کوي چې ولسمشربارک اوباما په څه ډول د افغانستان لپاره خپله اوږدمهاله ستراتیژي بدلولی او له طالبانو سره مخامخ خبرې کولی شي . ذبیح الله مجاهد د کابل له رژیم سره د طالبانو د خبرو ادعا ردوي او وايي : « دا چې سنډې ټایمز د اسلامی امارت د مشرتابه او د کابل د رژیم ترمنځ د خبرو راپورورکوي زمونږ په اندهیڅ حقیقت نلري اوپه کلکه یي ردوو که اسلامی امارت کله هم له کوم چاسره د خبرو اومذاکراتو تصمیم نیوه هغه به علني اود ټول ولس په وړاندې وي هیله ده له یاد شوي راپور سره زموږ دغه دریځ هم ملګری او نشرته یې وسپارئ.» یاده دې وي چې سنډې ټایمزد هغو کسانو له قوله چې دې اوونیزې ورسره خبرې کړي ، ویلي چې طالبان د کابل له حکومت سره نه بلکې له لوېدیځوالو سره خبرو ته تیار دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: