روسیه وايي د هیلي کوپترو په باب به د ناټو غوشتنې ته ژر ځواب ووایو

په ناټو کې  د روسیې استازي دیمیتري راګوزین نن (سې شنبه) وویل چې مسکوبه د هیلي کوپترو په باب د ناټو غوښتنې ته په نژدې راتلونکي وخت کې ځواب ووايي .

راګوزین انټرفکس فکس خبري اژانس ته وویل :«موږ پر خپل ځواب غور کوو، له بېلابېلو موسسو سره ږغېږو او ډېر ژر به ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف ته د خپل ځواب مسوده وړاندې کړو.»

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن پرون(دوشنبه) په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی هیله لري چې روسیه به  څرګند ځواب ورکړي چې ایا په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره هیلي کوپترې ورکولی شي او کنه .

راسموسن د تېرکال په دسمبر کې د مسکو د سفر په ترڅ کې له روسیې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره یو شمېر هیلي کوپترې ورکړي .

خو راګوزین وايی چې ناټو پر هیلي کوپترو سربېره څو نورې غوښتنې هم کړي دي چې په هغو کې د روسیې د دفاع وزارت په روزنیزو مرکزونو کې د افغان پېلوټانو روزنه ، د هیلي کوپترو لپاره سونګ مواد او د هیلي کوپترو د ترمیم او سرویس لپاره په افغانستان کې د یوه مرکز جوړول  شامل دي .

راګوزین وویل چې ناټو باید یو څه صبر وکړي ځکه چې دا موضوع د یو لړ اداري مراحلو بشپړېدو ته اړتیا لري .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: