وسله والو طالبانو د کندهار مرستیال ښاروال د لمانځه په حال کې وواژه

وسله والو طالبانو د کندهارمرستیال ښاروال عزیزالله یارمل پرون ماښام په داسي حال کې وویشت چې په جومات کې پر لمانځه ولاړ وو. د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي وویل وسله والو کسانو تېرماښام په داسي حال کې د کندهار مرستیال ښاروال وواژه چې هغه له لسګونو نورو خلکوسره د ماښام په لمانځه ولاړ وو. ده زیاته کړه چې حمله کوونکي وتښتېدل او تراوسه پورې د یارمل د قتل په تور څوک نه دي نیول شوي . په جوماتونو عموماً پیره نه درول کېږي ځکه چارواکي ګومان کوي چې د دولت وسله وال مخالفان به د خدای د کورپه درناوي په هغه کې د وینو توییولو هڅه ونه کړي . په جوماتونو کې حملې د پاکستان د فرقوي نښتو دود دی چې تنګ نظرو سني او شیعه ډلو به د یو بل په جوماتونو کې ،په داسي حال کې چې بې کناه لمونځغاړي به پر جمع ولاړ ول ،بمي او ځانوژونکې حملې کولې . په وروستیو کې وسله والو طالبانو په کندهار ښار کې د دولتي مامورینو ترور په ځانګړي ډول زیات کړی دي . له بلې خوا د ناټو ځواکونو تېرماښام په خوست ولایت کې پر یوه موټر ډزې وکړې او په هغه کې څلورتنه سپاره کسان یې ووژل . ناټو ځواکونه ادعا کوي چې دې موټر د دوی له لوري د دریش امر ته توجه ونه کړه او وروسته ورته څرګنده شوه چې په څلورو وژل شویو کسانو کې دوه یې سخت دریځي ول . خو د خوست دولتي چارواکو د ناټو ځواکونو ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې څلور واړه وژل شوي ملکیان دي او د دوی په منځ کې یو دولس کلن ماشوم هم شامل دی . د ناټو ځواکونه عموماً د ملکیانو له وژل و وروسته ادعا کوي چط طالبان یې وژلي دي . له تېرو درو کلونو راهیسي افغان چارواکي په تېره بیا ولسمشرکرزی له نړیوالو ځواکونو څخه بیا بیا غوښتنه کوي چې د ملکیانو له مرګ ژوبلو لاس واخلي خونړیوال ځواکونه چې له هر ډول قانوني تعقیب څخه مصونیت لري ،دې ډول غوښتنو ته اهمیت نه ورکوي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: