طالبانو د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدير وواژۀ

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهدي بي بي سي ته وويل چې د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدير عيد محمد د چک په بازار کې د دوو موټر

ميدان وردګو ځايي چارواکي وايي نن سهار د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدير د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو .

سايکل سپرو وسله والو په ډزو وژل شوی دی .
شاهد الله شاهد د دغې وژنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، چې طالبانو يې هم د وژلو پړه منلې ده .
د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته له يوه ناڅرګنده ځايه د تيلې فون پرکښه وويل چې د چک د استخباراتو مدير د دوی ملګرو وژلی دی .
د چک د استخباراتو وژل شوی مدير د تخار ولايت اوسېدونکی و .
د روانې سپتمبر مياشتې پر دويمه په لغمان ولايت کې د افغانستان د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال ډاکټر عبدالله لغمانی د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ووژل شول .

په بريد کې تر شلو ډېر نور تنه هم وژل شوي وو .
همدارنګه، وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت په سور پله سيمه کې د لسو اربکيو د وژل کېدو ادعا کړې ده .

د ادعا له مخې دغه لس تنه هله ووژل شول، چې ګاډی يې نن سهار د سړک غاړې پر يوه ښخ شوي ماين وخوت .

د ميدان وردګو د والي وياند په سور پله کې د يوه ماين د شنډولو پرمهال يوه تن ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان دي .
د ميدان وردګو ولايت د کابل په جنوب کې يو له نارامه ولايتونو څخه دی .

دغه ولايت ته د روان ٢٠٠٩ کال په لومړيو کې د امريکايي ځواکونو يوه جوپه له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په موخه ځای پرځای شوه .

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: