په میدانښآر کې یوه چورلکه رانسکوره شوه

د افغـــــانستـــــان اســـــلامی جـــــمهوریت د سیمـــــه ییزو ارګـــــانونو خپلـــــواکـــــه اداره دمـــــیدان وردګـــــو د ولایت مطبوعاتي دفتر دمیدان وردګ ولایت په مرکزمیدانښارکې دناټو یوه چورلکه دغره سره دټکر له امله ولویده چې له امله یې څلور تنه ټپیان شول. دمیدان وردګ ولایت په مرکزمیدانښارکې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وري په ۳ مه نیټه دسهار په ۱۰:۳۰ دقیقو دناټو یو چورلکه چې دترکیې دوست هېواد پورې اړه لري پداسې حال کې دغره سره ټکر وکړو چې میشتې ولایتي بیارغاونې ډلې (ترکانو) ته یې لوجستکي مواد انتقالول، دټکر وروسته چورلکه دښځو په بڼ کې رانسکوره او ویجاړه شوه او پکې سپاره دترکیې دوست هېواد څلور (۴)تنه شدید ټپیان شول، څرنګه چې دټپیانو حالت وخیم بلل شوې وو نودرملنو په موخه دبلې ناستې چورلکې پواسطه کابل ته انتقال شول. دمیدان وردګ ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي دنوموړو څلورو۴ تنو ترکانو ورونو ټپي کیدل دمیدان وردګ ولایت په بیارغاونه اوجوړونه کې یوه لویه ضایع کڼي، همدارنګه ښاغلي والي دوست هېواد ترکيې حکومت،ولس او دنوموړوکورنیو ته دخپلې خواخوګۍ او تثلیت مراتب وړاندې کوي اوټپیانو ته دعاجلې روغتیا هیله کوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: