دخواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

د افغـــــانستـــــان اســـــلامی جـــــمهوریت د سیمـــــه ییزو ارګـــــانونو خپلـــــواکـــــه اداره دمـــــیدان وردګـــــو د ولایت مطبوعاتي دفتر دمیشتې ترکې ولایتي ډلې مشر مصطفي ترکر اری ته! په ډیرې خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړه چې دمیدان وردګ ولایت په مرکزمیدانښارکې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وري په ۳ مه نیټه دسهار په ۱۰:۳۰ دقیقو دناټو یو چورلکه چې دترکیې دوست هېواد پورې اړه لري پداسې حال کې دغره سره ټکر وکړو چې میشتې ولایتي بیارغاونې ډلې (ترکانو) ته یې لوجستکي مواد انتقالول، دټکر وروسته چورلکه دښځو په بڼ کې رانسکوره او ویجاړه شوه او پکې سپاره دترکیې دوست هېواد څلور (۴)تنه ورونه شدید ټپیان شول. دمیدان وردګ ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي دنوموړو څلورو تنو ترکانو ورونو ټپي کیدل دمیدان وردګ ولایت په بیارغاونه اوجوړونه کې یوه لویه ضایع کڼي، همدارنګه ښاغلي والي دوست هېواد ترکيې حکومت،ولس او دنوموړوکورنیو ته دخپلې خواخوګۍ او تثلیت مراتب وړاندې کوي اوټپیانو ته دعاجلې روغتیا هیله کوي. همدارنګه ښاغلي فدایي زیاتوي چې دمیدان وردګ و لایت میشت ولسونه به دخپل تاریخي دوست هېوادترکیې تل پاتې مرستې او ښې خاطرۍ ددې ولایت په بیارغاونه کې دتل لپاره له ځانه سره دیوې تاریخي شیبو په څيرساتي . او هیڅ ډوله پیښې به د داړو اسلامي او هم کلتوره هېوادونو اړیکې زیانمې نکړي او خپلو تاریخي اړیکوته به دتل په څیر دوام ورکړي. په درنښت محمد حلیم فدایي دمیدان وردګ ولایت والي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: