دمیدان وردګ ولایت مرکز دبازارسړکونو،دسوداګریزومارکیټونوپلولارو او لښتیوپخولوچارې پیل شوې.

د افغـــــانستـــــان اســـــلامی جـــــمهوریت د سیمـــــه ییزو ارګـــــانونو خپلـــــواکـــــه اداره دمـــــیدان وردګـــــو د ولایت مطبوعاتي دفتر دمیدان وردګ ولایت مرکز دبازارسړکونو،دسوداګریزومارکیټونوپلولارو او لښتیوپخولوچارې پیل شوې. دمیدان وردګ ولایت په مرکزمیدانښارکې دسوداګریزمارکیټونوسړکونو،پلو لارو ا و لښتیو داساسي پخولوچارې دمیشتوایساف ځواکونودیولکوشپږو(۱۸۶۰۰۰) اتیازروډالرو په مالي ارزښت د ولایت والي محمدحلیم فدایي اویوشمیردولتي ادارو ریسانولخوا پیل شوې په دغو مراسموکې ښاغلي والي دغه سړکونو پخولو،پلولاروجوړولو اولښتیو کیندلواو پخول د ښارداوسیدونکو او هټېوالولپاره دپام وړ اسانتیاوو څخه یاده کړه او هیله یې وښوده چې دښارپه پاکوالي او ښکلاء کې دپام وړمرسته وکړئ او هم ښاغلي فدایي د هټېوالو اود ښار اوسیدونکوڅخه وغوښتل چې دښار په پاکوالي اوښکلاء خپل مسولیتونه اداء کړئ. دغه چارې د میشتو ایساف ځواکونو په مالي مرسته په ۱۲۰۰۰ زره متره مربع ځمکه کې ديوسلو دوه اتيا زرو امريکايي ډالرو په مالي لگښت په پاخه او اساسي ډول د دوه نیمومیاشتو په موده کې دکیبک ګروپ ساختماني شرکت لخوا جوړيږي چې له امله به یې دښار په ښکلاء او صفایي کې مرسته وکړئ او هم به دهټېوالو ستونزې حل شي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: