په میدان وردګ ولایت کې وسلوالو مخالفینو سره دسولې او یوالي ولایتي جرګې یوه لویه غونډه و کړه

د افغـــــانستـــــان اســـــلامی جـــــمهوریت د سیمـــــه ییزو ارګـــــانونو خپلـــــواکـــــه اداره دمـــــیدان وردګـــــو د ولایت مطبوعاتي دفتر په میدان وردګ ولایت کې وسلوالو مخالفینو سره دسولې او یوالي ولایتي جرګې یوه لویه غونډه و کړه دمیدان وردګ ولایت په مرکزمیدانښارکې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وري په ۵ مه نیټه وسلوالو مخالفینو سره دسولې دبهیر د غښتلي کولو او په کابل کې دسولې ملي مشورتي جرګې ته دکسانو دټاکلو په موخه ددې ولایت دټولواداري واحدونو دوګړو په ګډون لویه غونډه جوړه شوه. په نوموړې غونډه کې دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره ،ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو،علماؤ،دسولې اوملي پخلایني دکمیسیون سلاکار مولوي خمارو اویوشمیر دولتي اداروریسانو ګډون کړې وو،غونډې ته ښاغلي والي په خپلوخبروکې وسلوالو مخالفینو سره دسولې دبهیر دپیلولو او دوینود تویدودمخنوي په اړه دولسمشر حامدکرزي دپراخوهڅو څخه یادونه وکړه، همدارنګه ښاغلي فدایي په خبلو خبروکې دسولې دغوښتلو شعار پرځای دسولې کولو کلیمو څخه یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې نوموړي پروسه به دخپلو وینو په بدل هم ترسره کوي،خو نوموړي پر وسلوالو مخالفینو پړه واچوله چې تل یې دسولې پرځای وینو تویولو ته ترجیع ورکړې ،ښاغلي فدایي په ولسونو اوعلماؤ غږ وکړو چې دافغان امنیتي ځواکونولیکې پیاوړي،ملکي ادارو د پیاوړتیا سربېره د دودیزوجرګو له لارې دسولې په ملي پروسه کې برخه واخلي، ورپسې جیدعالم مولوي چغچراني،مولوي واعظ زاده بهسودي،دولایتي شورا ریس رفیع الله طاهري،دسرحدونو چارو ریس نعیم خان،دمیدانښار سمیه ییزې شورامشر ملاقدیم،دیني عالم یوسفي ،دسولې دکمیسیون سلاکار مولوي خمارو او نوم وتې عالم عین النعیم په وارو سره د اسلامي شریعت له مخې دسولې دارزښت په اړه هراړخیزه خبرې وکړئ اوهم یې دسولې اوملي پخلایني د اوسني پیل شوې بهیر څخه دخوښۍ ترڅنګ ملاتړ څر ګند کړو او دولایت مقام ته یې ډاډ ورکړو چې په د غه برخه کې به ګوټلي ګامونه پورته کوي. دغونډې په پای کې دنهو اداري واحدونو دقومي مشرانو لخوا (۹) تنه استازي دمشورتي جرګو په ترڅ کې په کابل کې دسولې ملي مشورتي جرګې ته دټاکنو پواسطه وپیژندل شول. دیا دونې وړ ده چې دسولې مشورتي جرګه به د۱۳۸۹ کال دثور(غویي) په ۱۲ مه نیټه دکابل په پولتخنیک دلوې جرګې په خیمه کې د د رې ورځو لپاره پيل شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: