پکتيکا: دچاودنو اوجنګ راپورونه ورکړل شوی

په ياده سيمه کې يواځې دسپيشل فورس دځواکونو پر يو موټر چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه سرتيري ټپيان شوي دي. دپکتيکا امنيتي چارواکي وايې،چې ددوشنبې په شپه شاوخوا شپږبجې ددې ولايت دسروبي اوبرمل ولسوالۍ ترمنځ دنري سپيدار په سيمه کې دافغان سپيشل فورس او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې. په پکتيکا کې يو امنيتي چارواکی چې د نوم له اخيستلو ډډه کوي وايې، چې په ياده سيمه کې ددوی پرسرتيرو دوسلوالوطالبانو لخوا بريد شوی، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي، خو مقابل لوري ته يې دسر دروند زيان اړولی دی. نوموړی زياتوي، چې په دې نښه کې يې اته وسلوال طالبان وژلي اودوه ميله وسله هم ددوی دځواکونولاسته ته ورغلې ده. خو دپکتيکا امنيه قوماندان مل پسوال دولت خان ځدران بيا وايې، چې په ياده سيمه کې يواځې دسپيشل فورس دځواکونو پر يو موټر چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه سرتيري ټپيان شوي دي. بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوي اوزياتوي، چې دنري سپيدار په سيمه کې يې دبهرنيوځواکونو موټر په ماين الوزولي، ذبيح الله مجاهد دوسلوالوطالبانووياند وايې، چې په دې چاودنوکې يې څوارلس بهرني سرتيري وژلي اويوولس نوريې ټپيان کړي دي، او د طالبانو دوه تنه ملګري هم په دې نښته کې ټپيان شوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: