په میدان وردګ ولایت کې دګروندګرو ملي ورځ دکرنیزو پیداوارو دنندارتون په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د افغـــــانستـــــان اســـــلامی جـــــمهوریت

د سیمـــــه ییزو ارګـــــانونو خپلـــــواکـــــه اداره

دمـــــیدان وردګـــــو د ولایت

مطبوعاتي دفتر

 

په میدان وردګ ولایت کې  دګروندګرو ملي ورځ  دکرنیزو پیداوارو دنندارتون په ترڅ کې ولمانځل شوه.

 

دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښارکې  دکروندګرو ملي ورځ دیولړ ځانکړو مراسمو او کرنیزو پیداوارو دنندارتون په ښودلوسره ولمانځل شوه.

په نوموړومراسمو کې دولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي سربېره ،دنهو اداري واحدونو ګروندګرو،ولایتي شوراغړو،امنیتي چارومسولینو او یوشمېر دولتی ادارو ریسانو ګډون کړې وو،په سر کې ددې ریاست ریس انجینیرفضل عمردښه راغلاست ترڅنګ خپلو تیرو یوکلنو لاسته ته راوړنو او راتلوونکي کال پلان په اړه دغونډې برخوالوته معلومات وړاندې کړل، ورپسې ښاغلي والي  کرهنه  اومالداري دانسان لومړني ضرورتونه څخه  وبلل چې له امله یې کورنی اقتصادپیاوړي کیږي،همدارنګه ښاغلي فدایي کروندګر او بزګران تبعي ډاکتران وبلل  چې  دبېلابېلو ناروغیوو درملنې سبب کیږي،ښاغلي والي  دکروندګرو په ملي او نړیواله کچه  دبازار پورې تړل اړین وګڼل چې  له امله یې کرنیز پیداوارزیاتیږي او کورنی اقتصاد به پیاوړي  شي،خوښاغلي فدایي  وسلوال مخالفین  ګرم وبلل چې دسیمې دکروندو څخه دسپرپه توګه ګټه اخلي چې له امله یې دنښتوپه وخت دسیمو وګړوکروندو ته ضرر رسیږي  او داکار داسلامي شریعت خلاف وبللوو،هغه ټینګار وکړو چې  اسلام مبارک دین تل دکروندوپه ساتنه  او وده ټنکار کړې، وروسته دولایتي شورا ریس رفیع الله طاهري وردګ  او دکروندګرو په  استازیتوب ښاغلي علوي په وارسره دکروندو په اهمیت او دشته ستونزو په اړه په وار سره خبرې وکړې  دغونډې په پای کې د(USAID) اوبلجیم مرستدویه موسسو په مالي لګښت  په (۴۰۰) کروندګرو او بڼوالو باندې دکروندو سامانونه(بیلچه،دښاخونو غوڅولو کینچۍ او دځمکې دهوارولو سامانونه)دولایت ولایت والي،امنیي قوماندان حق نواز حقیار،ملي امنیت ریس ،ولایتي شوراریس لخوا ووېشل شول، همدارنګه دګروندو ګرو لخوا دپیداوارو برابرې شوې ډالۍ ښاغلي والي ته ورکړل شوې.

په پای کې د ډولونو په وهلو او اتړونو په ترسره کولو سره  دنیالګیو کېنولو کمپاین دولایت والي محمدحلیم فدایي لخوادیونیالګي په کېنولو سره  پيل شوو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: