په ميدان وردګ ولايت کې سيلابونو زيان اړولی

تېر مازدیګر دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسولۍ کې ږلۍ اوبارانونو ځاي خلکو ته توان اړولی.
دنرخ والسولۍ دکانیزت کلي یو اوسیدونکي خانزاده روهي ویبپاڼې ته وویل چې تیر مازدیګر دزیات باران داوریدو اوږلۍ لامله دخلکو فصلونه او کورنه خراب شوي دي.
هغه دا هم وویل چې په سیمه کې کوچیانو ته مالي زیان اوښتی او ځینې کسان او موټرونه هم سیلابونو له ځان وړي چې خلک یې په رایستلوټوله شپه تېره کړه.
د سیلابونو د څپي راوتلو لامله دوه کسان دسیلاب په کاڼو ژوبل شوي چې یو یې ماشوم او یوه کوچۍ میرمن ده چې درملنه یې په خپلو کورونو کې شوي،خو هغه د وژل شو خلکو په اړه څه ونه ویل.
باران ځپلو له سمیزو چارواکو څخه دمرستو غوښتنه کړي.
د میدان وردګ ولایت ویاند شاهدالله شاهد بیا روهي ویبپاڼې ته دتلیفون په لیکه وویل چې تېر مازدیګرد ږلۍ او باران داوریدو لامله په نرخ ولسولۍ کې سیلابونه راوتي چې یوه کوچۍ میرمن سیلاب برسیرنه ژوبله کړي اویوه سراچه موټراو څلور جریبه زراغتي ځمکه چې کاچلو په کې کرل شوي و سیلابونو ورته زیان اړولی.
شاهدالله شاهد زیاته کړه چې دسیلاب ځپلو خلکو سره به مرستې وشي او په دې اړه ولایتي کمیټې غونډه رابللي او سیمه ته به یو پلاوی ولیږل شي چې تر څو له خلکو سره دپام وړمرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیرکال هم په همدې سیمه کې سیلابونو د خلکو فصلونو زیان اړولی و.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: