په سوات کې د ځانمرګي بريد له امله 6 تنه وژل شوي

د اسوشيتيد پرس خبري رسنۍ په سوات کې د يوه ځانمرګي بريد خبر ورکړی دی . په دغه بريد کې درې تنه پوليس او درې تنه عام وګړي وژل شوي دي . د پېښې په هکله نور جزئيات به وروسته وړاندې شي .

د پاکستان پوځ د ورکزيو په قباييلي سيمه کې بمباري کړې

د نيوز خبري رسنۍ تير ماښام د پاکستان د پوځ د ادعا له مخې ويلي، چې د ورکزيو په قباييلي سيمه کې يې بمباري کړې او په ترڅ کې يې 15 تنه طالبان وژلي . د رپوټونو له مخې د ورکزيو په سوېل کې د شيخيان او کاشه په سيمه کې د جټ الوتکو او چورلکې لخوا بمباري شوې . د يادولو وړ ده ، چې د جمعې په ورځ هم د ورکزيو په سيمه کې نښتې او بمبارۍ شوي وې ، چې مرګ ژوبله په کې پېښه شوې .

دپاکستانی طالبانو مشر ندی وژل شوی

د پاکستان د جیو ټلویزیون  د پاکستانی طالبانو د  مشر حکیم الله محسود  نوی ویډیو خپور کړ،په دغه ویډیو کې حکیم الله محسود له خپلو دوو تنو ملګرو سره چې مخونه یی پټ دی راڅرګندیږی او خپل د مرګ ټول خپاره شوی معلومات د امریکایانو دسیسه بولی .

ویل کیږی چې څو میاشتی وړاندی داسی رپوټونه ورکړل شوی وو چې د پاکستانی طالبانو مشر حکیم الله محسود د امریکایی بی پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوی .

خو اوس ولیدل شو چې حکیم الله محسود ژوندی دی او خپل د مرګ ټول خپاره شوی خبرې بی بنسټه بولی .

داسې ښکاری چې نوموړی  پر پاکستانی چارواکو ډیر سخت غوسه  او  پر  امریکا د حملو ګواښ کوی .