ملا عمر د ايې ايس ايې د مشر د خوشي کېدو لپاره هلې ځلې کوي

د طالبانو د مشر ملا عمر له اړخه يوه جوړه شوې جرګه د پرون د شنبې په ورځ شمالي وزيرستان ته ورسيده تر څو د آيې ايس آيې د پخواني كاركونكي په را خوشې كولو كې هڅه وكړي. دا خبرې د پاکستان د خيبر پښتونخوا صوبې يوه سياسي مشر جاويد پراچه رسنيو ته کړي دي
جاويد پراچه په خپلو خبرو کې ويلې : د طالبانو د مشر لخوا يوه جرګه “ميرانشاه” ته رسيدلې ده ترڅو بې له كوم شرطه د آيې ايس آيې د پخواني مشر كرنيل امام ا د ملا عمر د دوست په را خوشې كيدنه كې هڅه او خبرې اترې وكړي.
داسې ګونګوسي دي چې د حقاني ډله چې د ملاعمرکلکه ملاتړې ده او په شمالي وزيرستان كې زيات نفوذ لري دغه ډله به په اسيايي ببرانو ( چا چې د آيې ايس ايې مشران تښتولي دي ) باندې فشار راوړي او هغوى به دې ته اړکړي چې كرنيل امام چې ملاعمر ته نيژدې كس بلل کيږي خوشې كړي.
اسيايي ببران ( اسيايي زمريان ) کابو ۲۰ ورځې د مخه د ايې ايس ايې دوه لوړپوړې چارواکې کرنيل امام او خواجه خالد او يو انګريز خبريال تښتولي دي چې بيا يې د دې تښتونو په مقابل كې د افغاني طالبانود ځينې كليدي مشرانو د را خوشې كيدو غوښتنه كړې ده كوم چې په پاكستان كې نيول شوي دي او د يو بريتانوي خبريال د را خوشې كيدو لپاره يې د لس ميلييونه ډالرو غوښتنه كړې ده. د يادونې وړ ده چې اسيايي زمريانو پرون د ايي ايس ايې د دوه تنو څخه يو خالد خواجه وواژه. او همداراز پاتې کس چې اصلي نوم يې اشرف سلطان دي او په کرنيل امام مشهور دي د د طالبانو دتحريک بنسټ ايښودونکي او مشاور دی. او همدراز نوموړي په يوه مرکه کې ځان ته د ملا عمر استاذ وايي . ژوندی دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: