د بیړنیو پیښو دولایتي پلان په اړه ورکشاپ پیل شوو

د ورکشاپ دپرانیستو په مراسمو کې دولایت مرستیال علي احمد خاشع سربېره ،دپيښو پروړاندې دملي خپلواکې ادارې لوې ریس ډاکترعبدالمتین ادارک،ددې ادارې دماین پاکولو چارو مسولینو او ددې ولایت دبېلابېلو ادارو ریسانو ګډون کړې وو،ښاغلي خاشع په خپله وینا کې د داډول ورکشاپونو پرانیسته او برابرونه  ګټوره  وبلله او هیله یې وښوده چې د ورکشاپ په پای کې به دپيښو سره دمبارزې یو ګډ ولایتي پلان ن جوړ ترڅو وکولای شي په خپل وخت اړو اومتضررو کورنیو سره مرسته وشي، ورپسې دملي خپلواکې ادارې مشر ادارک هم دهېواد په کچه دنوموړي ادارې دغښتلتیا اوپیاوړتیا په اړه خپلو کړو کارونو ته اشاره وکړه اوزیاته یې کړه څرنګه چې پیښې او حوادث یوپیچلې او ستونزمنه پدیده نو ددې پروړاندې مبارزه دټولو ادارو یو ګډ مسولیت دی اودیو قوي ټیم دجوړولو وروسته موږ توانیدلې شوو چې په خپل وخت دمبارزې بهیر چټک کړو، همدارنګه ښاغلي ادارک په دغه لنډه موده کې چې نوموړی ادارې رامنځته شوې د لویو لاست راوړنو څخه یادونه وکړه اوهیله یې وښوده چې دوخت په تیریدو سره به نوره هم ادارې غښتلې شي

دیادونې وړ ده چې په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې به دبېلابېلوادارو۴۰ تنو  استازې دپيښو پروړاندې دمبارزې په اړه خپل نظرونه شریک اوبالاخره په پای کې به یو ګډ ولایتي پلان جوړ کړئ.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: