په میدان وردګ کې ۹ قلمه لرغوني اثار داطلاعاتو فرهنګ ریاست ته وسپارل شول

دمیدان وردګ ولایت دنرخ اوجلریز ولسوالۍ دمربوطاتوڅخه دملي امنیت ریاست لخوا نهه قلمه بېلابېل تاریخي اثارترلاسه شول. دمیدان وردګ ولایت دملي امنیت ریاست د کارکوونکو په نه ستړي کیدونکوو هلوځلو اودسیمې دخلکو په مرسته ددې ولایت دنرخ او جلریز ولسوالیو په اړونده سیمو کې نهه (۹) قلمه بېلابېل ډوله تاریخي او لرغوني اثار ترلاسه کړې وو چې نن رسماٌ نوموړي اثار دولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي لخوا داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولینو ته وسپارل شول، په دغواثاروکې اوسپنیزاوکولالي(خټیز)کوزړې اونوربېلابېل ډوله اثار موجود دي. ښاغلي والي د لرغونو اثارو دسپارلو پروخت دملي امنیت او امنیتي ارګانو څخه مننه وکړه چې تل یې خپلې دندې دسیمې دقومي مشرانو سره په مشوره په ښه ډول ترسره کړې دي،همدارنګه ښاغلي فدایي دلرغونو او تاریخي اثارو په خوندیتوب کې دامنیتي ارګانونو اوپه ځانکړي ډول دملي امنیت هڅې وستایلې چې ددغه اثارو په ترلاسه کولو سره به داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دلرغونو او تاریخي اثارو څانګه پیاوړي شي دیادونې وړ ده چې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست کې دتخنیکي کسانو دنه شتون له امله دنوموړو نهه قلمه تاریخي اثارو لرغونتوب چې ترکومې دورې پورې به رسیږي تراوسه معلوم ندي؟ د دقیقو اوزیاتومعلوماتو لپاره به داطلاعاتواوفرهنګ وزارت نه تخنیکي کسان داثارو دخوندیتوب او ثبوت لپاره ولایت ته راځي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: