په جغتو ولسوالۍ کې FM راډيو په خپرونو پیل وکړو

دمیدان وردګ ولایت  والي  جغتو ولسوالۍ ته دیوشمېر دولتي ادارو مسولینو سره  دسولې مشورې جرګې  او محلي شورا دجوړیدو،دجغتو بازار  دهټیوالو دستونزودلیدو او  په دې ولسوالۍ کې د غازی محمد جان خان په نامه یوه (FM) راډیو  پرانیستلو په موخه سفر وکړو .

په نوموړي غونډه کې دښاغلي والي سربېره ،امنیي قوماندان،ملي امنیت ریس اویوشمیر دولتي ادارومسولینو اودسیمې  قومي مشرانو ګډون وکړو،غونډې ته ښاغلي والي په خپله و یناء کې وویل په  جغتو ولسوالي ناامنیوو له امله  دښې حکومتدارۍ او بیارغاونې  پروژې په هغه ډول چې مناسبې دي ندي پلې شوې  خو دامنیت د غښتلتیا سره به   یو شمېر پروژې به په دې  ولسوالۍ کې په کار واچول شي،ښاغلي فدایي  ددغې ولسوالۍ دمشکلاتو او شته ستونزو لااملونه  دجهاد دنامه څخه ناسم تعبیر،قومي تربګنۍ،د دولت ضد ځواکونو ناوړه عملونه، ولسونو سره دحکومتي چارواکو ناسم چلندونه او د امنیت تامین ته دنړیوالو ځواکونو  ناسمه توجه او خپل سرې عملیات وبلل، ورپسې  دعلماء شوارریس مولوي شرین، جهادي  مشرمصطفی وردګ، قومي مشرنعیم خان ،د افغان خویندویون مشرې حمیراحقمل  دسولې دبهیر دپیاوړې کولو،دامنیت په تامین او د ټولو ګټو پروژو په پلې کولو کې دخلکو د ونډې د ټینګار ترڅنګ په روغتیا،پوهنه  او کرنې په برخه کې دمیشتو ولسونو ستونزې په ډاګه او دحکومتي چارو مسولینوو څخه یې دحل غوښتنه وکړه.په پای کې  دملي اردو دلوا مشر جنرال ملا رازق او د ۶ نمبر افغان کمنډو  مشر  ډګروال نعیم خان  دملي اردو دځواکونو اوافغان کمنډو دفعالیتونو او ولسونو سره دنوموړ وامنیتي ځواکونو داړیکو  او تل پاتې مرستو په اړه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې  په نوموړې  ولسوالۍ کې به دخلکو په مرسته ډاډمن امنیت  راولي.

په پای کې  دجغتو دبازار دجوړولو او ښکلي کولو په موخه هټېوالو سره دښاغلي والي لخوا د نقدي پیسو مرسته وشوه  او هم دولایت مقام په مرسته  دغازی محمد جان خان په نامه د یو (  FM) محلي راډیو چې ۸ ساعته  اسلامي،کلتوري،ادبي،ساینسي او ټولنیزې بېلابېلې خپرونې به ولسونه د (۹۵،۵) اف ام په څپو وړاندې کوي پرانیستل شوه

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: