امريکا:د نيويارک په ناکامه ترهګريز بريد کې د پاکستاني طالبانو ﻻس و

د امريکا سترې محکمې تيره ورځ ويلي ، چې داسې مدارک ﻻسته ورغلي ، چې ښيي د نيويارک ښار په ناکامه ترهګريز بريد کې د پاکستاني طالبانو ﻻس و .
د فرانسې خبري رسنۍ له نيويارک څخه خبر ورکړی ، چې د قضا يوه تن چارواکي ((اريک هولدر )) ويلي ، چې داسې شواهد مو تر ﻻسه کړي ، چې د پاکستاني طالبانو ﻻس لرل په پېښه کې څرګندوي . نوموړي زياته کړه : په دې پوهيږو ، چې طالبانو استانتياوې ورته برابرې کړي او د دې احتمال هم شته ، چې مادي امکانات يې هم په ﻻس کې ورکړي وي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلينټن پاکستان ته ګواښ کړی ،چې د امريکا په خاوره کې د هر ډول ترهګريز بريد د پېښېدو له امله ، چې رېښې يې په پاکستان کې وي ، د اسلام آباد لپاره جدي پايلې ولري .
د رپوټونو له مخې پاکستانی (( فيصل شهزاد)) تيره دوشنبه د نيويارک په ښار کې د يوه موټر په واسطه غوښتل بريد تر سره کړي ، خو د يوه ﻻروي لخوا د شکمن موټر په هکله پوليسو ته خبر ورکړل شو ااو پلان شنډ شو. (( فيصل شهزاد)) 30 کلن دی او په تير کال کې يې 8 ځله پاکستان ته سفر کړی دی .
د (( نيويارک ټايمز)) د رپوټونو پر بنسټ ، امريکا پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې ، که د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې له بېړې کار وانخلي ، ورته به بدې پايلې ولري .
شنونکي په دې باور دي ، چې په افغانستان کې هره غميزه او پېښه چې رامنځته شي ، پاکستان ته د ګټې لپاره يوه چينه پيدا شي او په اوسني وخت کې يې ابعاد نوره هم پراخ شوي او که په امريکا کې د پاکستان د ترهګرو په واسطه کومه پېښه رامنځته شي ، بيا هم په پايله کې د پاکستان د ګټو لپاره يوه سرچينه وګرځي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: