هلمند : لس تنه ملكي وګړي او افغان پوليس وژل شوي او دري نورژوبل شوي دي

په هلمند كي دبيلا بيلو چاودنو له امله  لس تنه ملكي وګړي او افغان پوليس  وژل شوي او دري نورژوبل شوي دي

 دهلمند ولايت د والي وياند محمد داود احمدي وايي چي تيره ورځ ددي ولايت د نهرالسراج په سيمه كي افغان پوليس په ګزمه بوخت وه چي دماين چاودنه پري  وه شوه  او پكي سپاره  ۴ تنه پوليس ووژل شول او ۲ نور ژوبل شول

 دي ته ورته د مركز لښكرګاه ښاراړونده تريخ ناورسيمه كي په يوه سراچه موټر ديوه ماين دچاودني له امله دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي او يوبل تن ژوبل شوي دي  ز

 د والي وياند داوداحمدي وايي چي د مارجي ولسوالي په سيمه كي د ګزمي پرمهال وسلوالو طالبانو پرافغان پوليسو راكيټي بريد ترسره كړي چي راكيټ په يوه كوركي لګيدلي او۴ تنه ملكي وګړي وژل شوي .

 احمدي وايي چي په وژل شوو كي دوه تنه ماشومان هم شامل دي

قاري يوسف احمدي چي رسنيوسره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي تيره ورځ يي ددي ولايت په ګرشك او مارجي ولسوالي كي ۲۱ تنه بهرنيو او كورنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي ده

خو بهرنيو او كورنيو ځواكونو خپل خواته داوښتي زيان په اړه څه ندي ويلي

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: