وحيد عمر: خبرې به سپینې او ښکاره وي

اولسمشر کرزي پرون د امريکا ته خوځېدلې دې. د بهرنيو رسنيو په وينا چې دواړه اولسمشران به د غيرې نظامي خلکو په وژنه، اداري فساد او د يوه ښه حکومت په راتللو خبرې وکړې. د رويتر د خبرې اژانس په حواله د اولسمشر وياند وحيد عمر ويلي: پدغه څلور ورځني سفر کې به اولسمشر کرزي بې پردې او ښکارهخ خبرې وکړي. او دا هغه څه دي چې پس د ۹ کلن جنګ او په دې اخرو اونيو کې د سپينې ماڼۍ او اولسمشر تر مينځ يې ستونزې راولاړې کړي دي. وحيد په خپلو خبرو کې ويلي: د ملکي خلکو وژنه يوه ستر ستونزه ده، چې پرې به جدي خبرې وشي چې بايد ددغه کار مخه ونيول شي. دده په وينا: چې پدې کار سره د امريکايي قواوو او نړيوالوسره د خلکو ملاتړ کميږي. دا پداسې حال کې ده چې د ميک کرستال هم د ملکي خلکو د وژنې مخنيوي د خپلو موخو څخه ګڼي او په کابل کې د امريکا سفير ايکنبيري چې په کرزي د سترو نيوکه کونکو څخه دی وايي: افغانستان ته ځواب يو مهم کار دی، چې موږ يې په خپل کاري پلان کې د ځان سره لرو. موږ کوښښ کوو چې اداري فساد له مينځه يوسواو ښه حکومت رامينځ ته کړو. بل اړخ ته اوباما هم خپلو کارکونکو ته په کلکه ويلې چې په اولسمشر کرزي باندې د نېغ په نېغه نيوکو څخه ځان وساتي. د نړيوالو راپورونو پر بنسټ په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۲۰۰۰ زرو څخه زيات ملکې وګړي وژل شوي دي، او همد راز د ګلوبل سرچ د راپور له مخې په ۲۰۱۰ز کال د جنوري او فبروري په مياشت کې ۱۴۸ تنه وژل شوي دي چې بيا د فروري په مياشت کې يوازې ۸۶ پښتانه وژل شوي دي. وګورئ د ګلوبل سرچ راپور ( د اوبامه د يو مياشت د وژنو ماشين )

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: