په افغانستان کې غېرې دولتي مؤسسې ختمې شوې

دميدان وردګ ولايت د جلريز ولسوالۍ داسماعیل خيلو دجامع مسجد او مدرسې بنسټ ډبره کيښودل شوه. اوهم دميدان باميانو سړک کار ۸۰٪ سلنه پرمخ تللې دی. دمیدان وردګ ولایت دجلریز ولسوالۍ د اسماعیل خیلو د جامع جومات او مدرسې دبنسټ ډبره د (۱۵۰۰۰) یولکو پنځوس زره امریکايي ډالرو په ارزښت دنشه یې توکیو وزارت دبودیجې څخه دبدیل معیشیت دپروګرام له مخې دولایت والي محمد حلیم فدایي،ولایتي شورا ریس ،امنیتي چارومسولینو او یوشمېر قومي مشرانو لخوا کیښودل شوه. دبنسټ ډبرې ایښو دنې په مراسمو کې والي فدایي دجوماتونواودیني مدرسو جوړول په خپلو لومړیتوبونو کې وبلل او زیاته یې کړه چې تردې وړاندې هم یوشمېر دیني مدرسې او جامع جوماتونه جوړ شوې او هم ۳۰۶ جوماتونو لپاره دلمریزې بریښنا،لوډسپیکر اوفرشونه تهیه کړې. چې په راتلوونکي کې به دا ډول نورې پروژې به هم په ولایت کې پلې شي. داسماعیل خیلو جومات او مدرسه چې په یو نیم جریب ځمکه کې په اساسي او پاخه ډول جوړیږي دنوموړي جامع جومات پراخوالې (۱۲ په ۱۲ ) متروکې او مدرسه چې شپږ اساسئ خوني ،تشنابونه او داوبو ژوره څاه او نور اړونده ضروریات لري دنشه یې توکیو وزارت په مالي لګښت دکوکنارو دنه کرلو (بدیل معیشت) پروګرام له مخې په پاخه اوساسي ډول په شپږو میاشتو کې د یاسرشبېر ساختمانی شرکت لخوا جوړيږي چې له امله به یې دسیمې خلکو ستونزې حل او یو زیات شمېر طالب علمان په نوموړې مدرسه کې زده کړې وکړئ. همدارنګه دمیدان بامیان دسړک داساسي پخولو کار څخه هم ښاغلي والي تراونۍ کوتل پورې لیدنه وکړه چې تراوسه نوموړې سړک ۸۰٪ سلنه کارپرمخ تللې او دکارونو دګړندیتوب په اړه یې دچینایي کمپنۍ مسولینو ته لازمې لارښونې وکړې او هم یې دمیشتو اوسیدونکوستونزې له نژدې ولیدلې او دحل په اړه یې ا ړونده ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: