دروېش لعلپور وال – له جرمني څخه

په دې ورځو کې دې خبرې ډېر زور اخيستى، چې په ايران کې په لسگونه افغانان اعدام شوي او په زرگونو نور په نوبت کې ولاړ دي.

د افغانستان ملي شورا، د مشرانو جرگې، ځنې ليکوالانو، ځنې افغاني ټولنو، تلويزيونونو او عوامو لخوا پرې ډېرې نيوکې وشوې او د کابل نه علاوه په اروپا او امريکا کې پرې مظاهرې وشوې او د ايرانيانو دا عمل يې وغانده او د بشر د حقوقو کميسيون يې هم غندنه وکړه.

مگر د افغانستان مجبوره حکومت لکه څنگه، چې لازم وه هغسې اقدام ونکړه او د ايران د حکومت د وينا تائيد يې وکړه، چې نه دومره کسان اعدام شوى او نه ايران کې دومره بنديان شته، بلکې د افغانستان يو جگپوړي چارواکي وويل، چې په ايران کې بنديانو زمونږ سره کوم تماس نه دى نيولى، چې مونږ يې په باره کې اقدام وکړو، دغه د ملت چغې دوى کله چې هډو اوري نه، چې لازم اقدام وکړي.

ښه دي، چې افغانان پخپله راپورته شوي او د بېگناه خلکو د وژل کېدو مخه ونيسي. هغه که په ايران کې وي که پاکستان کې وي او يا بل چېرته او يا هم خپله په افغانستان کې. په افغانستان کې هم هره ورځ ډېر بېگناه خلک د امريکايي او ناټو د ځواکونو لخوا وژل کيږي. کله يې په موټرو ډزې کيږي. کله يې د سپرليو په بس ډزې کوي او کله ورپسې کورته ننوځي.لوى واړه ښځې نر ټول ووژني او کله يې په خپل کور کلي کې بمبارد کړي، خو کرزى صاحب اوس په دې خوشحاله دى، چې مکرسټال د بېگناه خلکو په وژنه بخښنه غواړي.

نو که دغه مظاهرې او نيوکې کوم سياسي هدف نه لري نو ښه به دا هم وي، چې په افغانستان کې د بېگناه خلکو په وژنه هم ډېرې ډېرې مظاهرې وشي ځکه چې دا خو زمونږ خپل وطن دى او چې خپل وطن کې کېږو. پردي وطن کې خو به خود وژل کيږو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: