طالبانو ۵ کسان وژلي دي

دخيبر پښتونخوا په قبايلي سيمې کې د منګل قوم او طالبانو په ډزو کې د طوري قوم ۵ تنه مړه او ژوبل شول. د کرمې ايجنسۍ د پاړه چنا ر له مرکز څخه را پورونه وايي، چې څو ورځې کيږي منګل قوم د پيوار د ځايي طالبانو په ملګرتيا، په غرنيوسيمو حملې کوي. پرون هم په دې سيمې کې سخته نښته وشوه، چې په پايله کې دطوري قوم دوه تنه اولسي خلک ووژل شول او درې نور هم ژوبل شو چې پکې دوه ښځې وي .دا په داسې حال کې چې حکومتي ځواکونه په سيمه کې شته مګر کوم غبرګون نه ښايي .د سيمې پوليټيکل ايجنټ په ډاګه ويلي دي، چې لاسوهنه نشي کولی. د کرمې دمليشاوو قومندان چې دامنيت مسوليت يې پرغاړه دی، هم کوم غبرګون نه ښايي . په داسې حال کې ده چې پدغه جګړه کې طالبان نېغ په نېغه ګډون لري، اوتوري قوم ځپي، په تېرو څو کلونو کې د حکومت د ځآي طالبانو سره جنګېدلی، او د سېمې امنيت یې تامين کړی. او طالبان يې له برې کرمې څخه ايستلي دي .خو داځل د منګلو د قوم په مرسته بيا راپورته شوي دي. طوري قوم په کراتو مراتو د خپلې سيمې امنيت ساتلې او طالبان يې ندې پريښي چې د دوۍ په سيمو کې فعاليت وکړي، طالبانو تل هڅه کړي چې د قومې تربګنيو ته لمن ووهي او په سيمه کې خپل واک کلک کړي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: