وسله والو په خوست وﻻيت کې د واده يوه موټر څخه څلور تنه وژلي

وسله والوطالبانو د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ په يوه سيمه كې څلور كسان د ټوپك ګوليو وژلي دي، ځايي چارواكي وايي چې دوى په لاره كې وسله والو د واده له موټرو كوزكړي، او بيايې وروسته وژلي دي، په وژل شويو كې د واده واله ځوان هم شامل دى. كه څه هم ذبيح الله مجاهد پدې اړه څه نه دي ويلي خويوه ځايي قوماندان يې خبري رسنيوته د دې وژنې مسووليت پرغاړه اخيستى او وايي چې دغه كسان له ناټوځواكونوسره ترجمنان وو. بشپړ رپوټ : ځايي چارواكي وايي چې د څلورو كسانو د وژلو پېښه د خوست ولايت د عليشېرو او باك ولسواليو تر منځ د سپينې پالې په غرنۍ سيمه كې شوې، د انور په نوم يو تن ځايي اوسيدونكى وايي چې دوى د جمعې په ورځ د ببرك تاڼې سرحدي سيمې ته د واده په ورا روان، او كله چې له هغه ځايه له ناوي سره بېرته راتلل په لاره كې وسله والو د واده موټر ودرول او اته كسان چې يو يې د همدې واده شاه و، كوز كړل، خو د شنبې په ورځ يې نور كسان راخوشي كړي او له دې ډلې يې څلور كسان وژلي دي. په وژل شويوكې دوه يې وروڼه دي او په دوى كې يو يې هغه كس دى چې دغه خلك له ده سره په واده روان وو، په جنوب ختيځ زون كې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال نبي جان ملاخېل هم وويل چې په ياده سيمه كې د يوه واده څلور كسان وژل شوي دي. كه څه هم ذبيح الله مجاهد پدې اړه څه نه دي ويلي خويوه ځايي قوماندان يې خبري رسنيوته د دې وژنې مسووليت پرغاړه اخيستى او وايي چې دغه كسان له ناټوځواكونوسره ترجمنان وو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: