په میدان وردګ ولایت کې دمسلکي زده کړو مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي او دیوشمېر دولتي ادارو مسولینو لخوا دمیدانښار د تورو تیږو په سیمه کې دمسلکي او حرفوي زده کړو د ودانۍ بنسټ ډبره د څه باندې پنځه نیم لکو امریکایي ډالرو په ارزښت کیښودل شوه. د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي فدایي د داډول ټول ګټو پروژو جوړول خوار د ارزښت وړ وبلل او هم یې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ دکار ښه چاپېریال اړین وبلل،چې له امله به یې دمامورینوظرفیتونه لوړ او هم به نالوستو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې ګټورې زده کړې ورکړل شي. د پوهنې ریس حفیظ الله وزیري په ویناء دغه ودانۍ چې یو جریب مربع ځمکه کې په یو پوړکې په پاخه او اساسي ډول دمسلکي زده کړو دلیسې ترڅنګ په لسو میاشتو کې دنشه یې توکیو دوزارت له بودیجې څخه د( ۵۶۹۰۰۰) پنځه لکه او نهه شپیته زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ایفیکس شرکت لخوا جوړېږي. دیادونې وړ ده چې په همدغه سیمه کې په لس جریبه ځمکه کې دنشه یې توکیو دمبارزې وزارت په بودیجه د بدیل معیشیت دپروګرام له مخې دمسلکي زده کړو عالي لیسې ودانۍ،دزده کوونکو لپاره لیله(دشپې استوګنځای) او جومات دجوړولوکار هم په سلو کې ۹۰٪ سلنه بشپړ شوې دی چې په نژدې راتلوونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: