په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د مړو شمېر له زرو واوښت

په کابل کې له پروني ځانمرګي بريد سره چې پنځه امريکايي پوځيان او يو کاناډايي پوځي په کې ووژل شول ، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د مړو شمېر له زرو تنو واوښت. دا چې نن به د بګرام په پوځي اډه کې څو تنه نور وژل شوي ، په حساب کې نه دي نيول شوي. د افغانستان د جګړې په لومړيو اوو کلو کې د امريکايي سرتېرو د مړو شمېر 500 تنو ته ورسېد، خو تر دوو کلو په کمه موده کې 500 نور ووژل شول. په تېرو دوو کلو کې د افغانستان چګړه ډېره سخته شوې او هره ورځ په اوسط ډول يو يا دوه تنه د ناټو پوځيان وژل کيږي. د دې تر څنګ د جګړې لګښتونه هم ډېر زيات شوي او په کال کې له سلو ميليارد ډالرو اوړي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: